چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / له پښتنوسره دانگليس کلکه جگړه!
hadad_pic(

له پښتنوسره دانگليس کلکه جگړه!

 

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

د  ١٣٨٦ لمريز کال دوږي په نهه ويشتمه ،چې پنجشنبه وه او دروژې مبارکې اتمه دانگليس دتاو ډېره کلکه جگړه په هلمند کښې وه ،چې ويل يې ډېر طالبان يې وژلي .طالبانو هم خپله وسه کړې ده ،دتاريخ له مخې طالبان په خپل هېواد کښې دي او انگليس له خپل هېواده ،چې له افغانستان ډېر لېرې دى راغلي طالبان دفاع کوي هغوى تيري کوونکي دي دا به دتاريخ نيا و وي ،چې داسې قضاوت وکړي افغانان په دې خواشينى دي  هغه افغانان ،چې خپل او پردي مدافع او تيري کوونکي نه پيژني ،کوم افغانان ،چې دومره پوهيداى نه شي هغوى دافغانانو په خبره لاتيان دي ،چې دپرنگيانو ملاتړي کوي . دمسلمانانواو پښتنو ملاماتوي .په دې حال کښې دڅښتن تعالى او بشري وجدان خبره بېله ده دانگليستان دحکومت مخالف گوند مشر داجگړه اړينه نه بولي ،چې  انگليسان او امريکان  داسې دي  انگليسان او امريکايان  ډېره کي جگړه نه مني بياداسې افغانان او مسلمانان دي ،چې ددې جگړې ملاتړي دي . ملي ميرڅمن هر مهال او هرځاى کښې وي ،خو ددوى مخ او دريځ دافغان او مسلمان نه دى

هغوى به غواړي ،چې دلاتي په نامه وپېژندل شي ،پښتانه داجگړه کوي څو انگليسان او امريکايان ددوى خاوره پريږدي په دې کښې بشريت له دوى سره دى  که مسلمانان وي دهغو ديني فرض دى دانسانانو انساني فرض دى  دپښتنو تاريخ بشري تاريخ دى ،څوک ،چې تاريخ کښې ژوره څېړنه وکړي هغه په دې پوهيږي .

Homer ،چې فکر کيږي ١٦٠٠ کاله وړاندې تر ميلاده دده ژوند و هغه د Odyssey او Iliad – او څار کتاب کښې ليکلي دي دغه کتاب ٢٠٠٤ ميلادي کښې بيا چاپ شوى اوديسي او الياد دوه اتلان ښيي ،چې دخپل مهال جگړې يې گټلي دتروجان دجگړې په نوم ياديږي ،چې دنړۍ يوه حماسه ده په دې خبرې ډېرې شوي ،چې دوى څوک واو له کوم ځاى راغلي ؟ بيا سره يوه خوله دي ،چې له لويديځې اسيا تللى هيرودت په خپل کتاب آسيايي يونانيان يادوي او داخبره لو بحث رامنځ ته کوي ،چې لواڼي ژبې او Dorian ،چې له آسيانه مديتراني ته تللي ميرويس نيکه اواحمدشاه بابا دواړو تاريخپوهان و ،چې دواړو کتابونه  ټولول او هغه يې لوستل ،چې ددې خبرې ثبوت شته . دميرويس نيکه ،هوتک او داحمدشاه بابا دراني نوم هغه نه دى ،چې وروستني تاريخونو کښې ويل شوى سړى بويه ډېر وړاندې لاړ شي نورې ليکنې وگوري اوس انگليسان له داسې  قوم سره په جگړې دي ،چې هغوى دتروجان Trojan war جگړه په ډېر زاړه مهال کښې گټلې ده سرچينې کتابونه دي ،چې په انگليسي ليکل شوي دي هغه يې ليدلي نه دي ميوند يې هير شوى دى .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *