چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / سلايډ / ماډرنېستان څوک دي او ټرډېشنلېستان څوک؟
23316679_1562163337154412_15285724637784077_n

ماډرنېستان څوک دي او ټرډېشنلېستان څوک؟

زاهد جلالي

ماډرنېزم او ټرډېشنلېزم دوه غربي-اروپايي اصطلاحات دي. ماډرنېزم پښتو کې په نويتوب پالنې او ټرډېشنلېزم په دودپالنې ژباړل شوي دي. اساسا ماډرنېزم يا نويتوب پالنه، نوې پديدې خوښوي او زاړه ورته وخت تېري او له کاره وتي ښکاري. د ماډرنېزم له مخې، د پخوانيو خلکو ذهنونه محدود وو او درکونه يې دغه ډول ناقص وو. پر دې اساس، دوی د پخوانيو هر څه بدلوي. هم دين بدلوي، هم ټولنيز افکار او دغه راز پخوانۍ جامې هم نه کاروي.
د ماډرنېزم اروپايي حرکت ځينې عکس العملونه پيدا کړل. په ځانګړې توګه هغه کسان چې په کاتوليکي کليسا کې وو يا عموما د مذهب متعهدين وو، له دغه حرکت سره مخالف شول، ځکه دوی د هغوی دين او ارزښتونه بدلول او هغه پخوا چې دوی ډېره ښه بلله، ماډرنېزم ته يې هېڅ ارزښت نه لاره. د دوی د مخالفت په نتيجه کې د ټرډېشنلېزم په نامه يو حرکت جوړ شو. دا حرکت بيا د ماډرنېزم ضد دی. دوی هر پخوانی شی خوښوي او نوي ته د شک په سترګه ګوري. د جاروسلف پېلېکن په قول «ټرډېشن د مړو ژوندي افکار دي؛ ټرډېشنلېزم د ژونديو مړه افکار دي». دوی بيا د ماډرنېستانو پر خلاف، تازه او نوې پديدې نه خوښوي او پر تېر وخت ايمان لري.
دغه اصطلاحات اسلامي نړۍ ته هم رادننه شوي او دلته هم ځينې خلک په مسلمان ماډرنېستان او ځينې په مسلمان ټرډېشنلېستانو پېژندل کېږي. دلته هم ماډرنېزم تر ټرډېشنلېزم مخکې دي. کله چې د اسلامي نړۍ ډېره برخه د استعمار لاندې شوه او اسلام او مسلمان مظلوم شو، ځينې داسې څېرې راپورته شوې چې له غربي ارزښتونو سره يې د اسلام پخلا کول غوښتل. ښايي په دغه حرکت کې تر ټولو پخوانۍ څېره د هندوستان سيد احمد خان وي. هغه له ځينو هغو اسلامي مفاهيمو منکر شو چې له اروپايي تمدن او پرمختګ سره په ټکر کې وو. له هغه وروسته د ماډرنېزم لړۍ په اسلامي نړۍ کې هم ريښې وکړې او ډېری داسې شخصيتونه رامنځ ته شول چې ستره موخه يې له اروپايي ارزښتونو سره د اسلام پخلا کول وو.
په اسلامي نړۍ کې د ماډرنېزم ريښې هغه مهال ژورې شوې چې د محمد عبده په څېر کسانو د الازهر پوهنتون په څېر د تاريخي درسګاه ماډرنايزېشن وغوښت. که څه هم په لومړي سر کې په مصر کې د محمد عبده مخالفين ډېر وو، خو نن چې کوم ازهر وينو او د ازهر پوهنتون نصاب او علمي لاسته لاوړنې وارزوو، ښکاري چې ازهر کې د محمد عبده شاګردانو د هغه فکر پلې کړی دی. نه يوازې ازهر، بلکې د اخوان المسلمين په څېر فکري او پراخ اسلامي حرکتونه هم د ماډرنېستي فکر برخه بلل کېږي. د ازهر او اخوان المسلمين ديني فکر فرق نه لري. دواړه پر دې باور دي چې د پخوا په څېر د يوه فقهي مذهب څارل نه دي اړين. د دغه تعامل ښه نمونه به د شيخ يوسف القرضاوي او نورو مصري علماوو له لورې د «الوسطية» په نامه جوړ شوی مذهب وي.
الوسطيه يا منځلاري داسې مذهب يا ميتودولوژي ده چې د ازهر او اخوان المسلمين د علماوو په ګډه لاسته رامنځ ته کړې. د دغې ميتودولوژۍ له مخې، مسلمان مجبور نه دی چې يو فقهي مذهب په ټولو چارو کې تعقيب کړي يا د يوه مذهب مقلد پاتې شي. بلکې د دوی له نظره اسلام د آسانۍ دين دی او دوی هغه نظر خوښوي چې له وخت سره ډېر برابر وي. د دوی له نظره فقه له وخت او ځای سره بدلېږي او هر وخت سړی کولای شي له قرآن او سنت څخه او دغه راز له شته اسلامي فقهې څخه د مصدر په توګه استفاده وکړي او پر دې اساس نوې فتوا صادره کړي.
خو اسلامي نړۍ کې ماډرنېزم ډېر پراخ دی. له اصولي ماډرنېستانو نيولې تر ډېرو افراطي په کې شته. ازهري يا اخواني ماډرنېستان ښايي په اصولي هغو کې داخل شي، ځکه دوی د اسلام اساسات نه بدلوي، يوازې د اسلامي فقهې تقليد يې پرې ايښی دی. خو بلې خوا د ماډرنېزم ډېر افراطي لارويان هم شته. په دغه حرکت کې ځينې داسې حد ته رسېدلي دي چې ځانونه لیبرال يا سيکولر مسلمانان بولي. د ماډرنېزم په لومړيو کې ځينې له دې منکر شول چې اسلام خپل سياسي نظام لري. ورو ورو دا حرکت تېزېده او د اسلام له نورو ارزښتونو او اصولو په کې د انکار سلسله مخ پر وړاندې تله. ښايي عبدالکريم سروش، محمد ارکون او نور ماډرنېستان د دغه حرکت تر ټولو افراطي لارویان وي. دوی له نبوت منکر دي او د قرآن الهي ريښې پرې کوي. يعنې دا چې اسلام يو الهي دين نه بولي، نبوت يا وحې ته «رحماني وسوسه» وايي او پر دغه اساس د دين تر ټولو مهم اصول له منځه وړي.
ماډرنېزم په پيل کې له جهاد او ځينو نورو اسلامي مفاهيمو په انکار پيل شو او ورو ورو يې له ډېرو اسلامي اصولو تنازل وکړ او دا دی د سروش تر تنازله رسېدلی دی. معلومه نه ده چې تر دې وروسته به تر کومه حده ورسېږي او نور به له څه منکر شي.
په اسلامي نړۍ کې د ماډرنېستانو په مقابل کې ځينې ټرډېشنلېستان هم شته. د دې مهمه مرجع کېدای شي د دار العلوم ديوبند په څېر ادارې وبلل شي. دا هغه علمي ادارې دي چې لا هم اسلامي فقه په هغه شکل لولي چې د اسلامي تمدن د لوړتوب پر مهال لوستل کېدل. دغه علمي مرکزونه ځينې توليد هم لري چې ټرډېشنلېزم يا دودپالنه پالي. ټرډېشنلېستان يا دودپالي پر اسلامي نړۍ د معاصر غربي تمدن اغېزې نه مني او نه غواړي اسلامي تمدن د هغوی لاره وڅاري. ځکه په دغه صورت کې اسلام خپل عظمت او پر ځان باور له لاسه ورکوي او د ماډرنېستي حرکت په څېر به هره ورځ اسلامي تمدن خپل ارزښتونه له لاسه ورکوي او د غربي تمدن پر وړاندې به د ماته خوړلي او ناکام تمدن حيثيت خپلوي.
د دې يو مثال ښايي ابو الحسن ندوي وي. دغه راز په غرب کې هم اسلامي ټرډېشنلېزم ډېر پلويان لري. دغه خلک ماډرن ټرډېشنلېستان بللای شو. د مثال په توګه سيد حسين نصر چې د فلسفې استاد دی، له ټرډېشنلېزم سره مخالف دی او دغه مېتود ردوي. تر ده وړاندې فرانسوي مسلمان، رېنې ګيونن هم د دغې لارې سرلاری بلل کېږي او د عمران احسن خان نيازي په ګډون نور ډېر هم شته.
دودپالنه په اسلامي نړۍ او اروپا کې په توندۍ مخ پر وړاندې ځي. ځکه اوس اروپايي استعماري دور زوړ دی. هغه وخت په ختمېدو دی چې په اروپايي سېستم کې روزل شوي کسان ماډرن او پرمختللي بلل کېدل، او د اسلامي تمدن تعليمي طرز بېکاره. اوس هغه کسان چې په غرب کې زده کړې کوي هم پر دې پوه دي چې اسلام ځانته تمدن لري او دغه تمدن ځانته اصطلاحات او د زده کړې طرز لري. موږ بايد اروپايي تمدن او ماډرنېزم د تللو معيار ونه بولو او نه اسلامي تمدن له دوی سره پر يوه لار روان کړو. اوس خلک له ماډرنېزم خسته دي او د ماډرنېزم منفي پايلې او ماتې هم ويني. ځکه ورځ په ورځ مسلمانان خپل تمدن ته ورګرځي او ورځ په ورځ دودپالېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *