چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / دايران او عراق په سرحدي سيمو کې زلزله شوى
mmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmmm

دايران او عراق په سرحدي سيمو کې زلزله شوى

د ايران په کرمانشا ولايت کې زلزله شوې چې له امله يې  ۱۴۱ کسان وژل شوي او  ۱۶۸۰ډېر ټپيان شوي  دي.

د زلزلې کچه اووه عشاریه دوه ریختر درجې ښودل شوې چې کویت، ترکیه او اسراییل یې هم لړزولي دي.

زلزله د ایران په ځايي وخت د شپې ډېره ناوخته شوې، ځکه یې مرګ ژوبله هم ډېره ده.

د زلزلې له امله د مرګ ژوبلې شمېر شيبه په شيبه زياتېږي.

د کرمانشاه په سرپل ذهاب او قصر شيرين سيمو کې ډېره مرگ ژوبله شوى  د ښاري روغتون کارمنان او ځینې ناروغان له کنډوالو لاندې شوي دي. په  سيمه  درې ورځي ملي وير اعلان شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *