چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / بې اتفاقي زموږ د ټولنې لپاره زنګ خطر!
scprd 1

بې اتفاقي زموږ د ټولنې لپاره زنګ خطر!

عبدالبصير همت

د يوې ټولنې ټولې ناخوالې،بدبختۍ،نارامۍ،ورانۍ،فرهنګي ورانښت،شاته توب،جهالت او تباهي د يوې ټولنې د بې اتفاقۍ،د يو بل نه منل، د يو بل نه زغمل،يو بل ته احترام نه کول او د يو بل څخه د قوميت،مليت،ژبې،مذهب،سمت او فرهنګي ارزښتونو په لحاظ ځان پورته ګڼلو څخه سر چينه اخلي،چې همدغه مسايل مو هيواد يو لوى بحران ته بيايي،هيواد مو ورانوي،فرهنګي ارزښتونه او تاريخي وياړونه مو د پوښتنې لاندې راولي او خارجي کړيو ته دا چانس برابروي چې په موږ فرهنګي،فکري،اقتصادي،سياسي او نظامي يرغل وکړي لکه اوس يې چې کړى.
لکه څنګه چې تاسې ټول په دې ښه خبر ياست چې دښمن مو اوس د پورته ضعفونه څخه په پوره توګه ګټه اخيستې او زموږ ټولنه يې تر ډېره بريده تر خپل فرهنګي،سياسي،فکري،اقتصادي او نظامي يرغل لاندې راوستې،
نو په دې اساس موږ ټولو ته په کار ده
چې د بې اتفاقۍ تورو تيارو څخه ځان وباسو،يو بل ومنو،د يووالي مټې رابډ وهو ،انسانيت ته تر قوميت،مليت،ژبې لومړيتوب ورکړو او د دغو تورو تيارو څخه مو هيواد وژغورو، تر څو په انسانيت،شرافت،سړيتوب او اسلاميت ولاړ ژوند مو په برخه شي.
د لوى او هوسا افغانستان په هيله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *