چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
hadad_pic(

دسولې نړيواله ورځ

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

دسولې نړيواله ورځ :  دکرزي حکومت او بدمعاشان سپينه کوتره الوزوي ،چې دسولې ورځ ده د ١٣٨٦ کال دوږي دېرشمه کله ،چې ددې هرڅه همداسې وي هغه سوله ده که داسې نه وي بياسوله نه ده .

امريکې کښې خلک اوس په روحي نارغۍ اخته شوي  ،ځکه دوى په مخ کښې داسې څه نه ويني ،چې هيله من شي . څنگه ،چې دکرزي په حکومت کښې خلقيان اوپرچميان دي ،نو تبليغات په هغه چم دي ،چې دپرچم و، له هغه سره افغانان روږدي دي ،چې روغ دي  چېرته به ،چې جگړه وشوه دوى به ويل دخلکو لاريون ودحکومت په پلوي .داټول به وشي بيا دککړو ژوندون دى ملگري ملتونه ،چې دامريکې يو لويه څانگه ده اوس ،چې افغانستان کښې څه ترلاسه نه شول دملگرو ملتونو دپوځ مهال افغانستان کښې ډېروي کرزى هم هلته تللى دى . دابه هم وشي بياهم دوى نه شي ټينگيداى “عاقبت للمتقين ” ويل شوي هغوى به وي ،چې تقوى ورسره وي هغوى به وي يوه خبر کښې وايي دخوراکي موادو نرخونه جگ شوي وگړي يې داخيستلو وسه نه لري دهمدغې خبرې وخت په بله برخه کښې وايي ،چې افغانستان شمالي گاونډيوته غم ليږي او ډېره گټه تر لاسه کوي ديوې شپې خبرونو کښې داهم ويل کيږي داڅه ښيي؟

شوده توب د شوده گانو بيا ،چې څوک اوري هغوى شوده گان نه دي  بيا څوک دي ؟

که بهرني پوځونه له افغانستان څخه ووځي بيا گډوډي راځي ديوې ورځې وژل شوي پوليس که وشمېرل شي تر سلو تنو رسيږي او هغه بې وزلي دي ،چې دډوډۍ دپاره پوليس کښې ننوزي .

ډوډۍ يې سر وخوري افغانستان دادارې له پلوه هيڅلکه داسې نه و ،چې اوس دى يواځې اووه زره اووه سوه انگليسي عسکر يې په يوه ولايت کښې ورسره دي هغه وسلې ،چې همدا اوس په انګليستان کښې جوړې شوې دي او دلومړي ځل دپاره دپښتنو په سيمو کښې کارول کيږي .

په خبرونو کښې داهم راغلي ،چې القاعده په هغه څېر بېرته راغلې ،چې دروسانو په مهال په افغانستان کښې وه .

روهيلي سندرې : داسندرې دپښتنو فطري حال بيانوي ،چې ډېريې دپيغلو او ميرمنو له خولې دي اودې سره مرسته کوي ،چې په روهي گلانو کښې وکتل شي ،چې دسولې نړيوالې ورځې ته گټه لري

دپرنگي بچى دې قيمه شه

چې يو آشنا له بله بېلوينه

دپرنگي نوکري پريږده

نوکر زمال شه سپينه خوله به درکومه

دقطب ستورى مې آشناشو

نه ورختى شم نه مې زړه صبر کوينه

دوطن باغ به پرې سمسور کړم

دبدن وينه له وطنه ځارومه

دوطن ترخې مې خوراک دي

خوراک مې نه دي دپردي وطن گلونه

داسې سندرې نه ويل کيدې که داسې حالات نه واى

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *