چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / ایران سوریه کې پوځي مرکز جوړوي
_98707950__98704948__98703393_damascus_jan_976-nc-1

ایران سوریه کې پوځي مرکز جوړوي

دبي بي سي دخبرله مخې یوې لوېدیځې خبري سرچینې  ویلي، ایران په سوریه کې د دایمي پوځي اډې جوړولو په درشل کې دی.
ویل کېږي، د ایران پوځ د پلازمېنې دمشق ۱۴ کیلومترۍ القسوه سیمه کې د دایمي پوځي اډې جوړولو هوډ لري، چې وړاندې له دې ځایه د سوریې پوځ ګټه اخیسته.
د سپوږمکۍ له انځورونو ښکاري چې د دمشق سوېل کې د ایران فعالیتونه روان دي.
دا رپوټونه هم مهاله په سوریه او منځني ختیځ کې د ایران د نفوذ پر سر د بحثونو ډېرېدو پرمهال خپاره شوي دي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې ایران په سوریه کې د خپل پوځي حضور د ډېرېدو په درشل کې دی چې په وینا یې اسرائیل به د ایران ددغه کار مخه نیسي.
له سپوږمکۍ په اخیستل شویو انځورونو کې ښکاري چې ایران هلته د ۱۲ ودانیو پر جوړولو بوخت دی چې غالباً خپل پوځي تجهیزات او پوځيان پکې ځای پرځای کوي.
په وروستیو میاشتو کې په دې سیمه کې نورې ودانۍ هم جوړې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *