چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونو شتون دجگړې دوام
us-military-cuts-problems

په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونو شتون دجگړې دوام

سرليکنه
دامريکا حکومتي چارواکو په مشوره ټرمپ دوه مياشتې دمخه دنوى پاليسۍ سره سم افغانستان ته دنورو پوځو دراليږلو په اعلان سره وړمه ورځ دبرکسل په غونډه کې چې دناټو دفاع وزيرانو او عمومي منشي ينس سټولټنبرگ پکې برخه اخستې وه افغانستان ته يې دنورو ٣٠٠٠ سرتيرو د ليږلو اعلان وکړ.
په افغانستان کې داوباما دحکومت دپېل ٢٠٠٩ م پر مهال اوباما وويل چې په ٢٠١٤م کې به دبهرنيو پوځونو جنگي ماموريت پاى ته ورسيږي او په تدريجي توگه به له افغانستانه بهرني پوځونه ووځي خو دسنا په مجلس کې يو شمير سياستوالو امريکايي وکيلانو او پوځي جنرالانو وويل چې دافغان پوځ دروزنې لپاره به يو شمير امريکايي او د ناټو پوځونه په افغانستان کې پاتې شي .
په افغانستان کې د ٢٠١٤ م وروسته دامريکايي پوځونو په شمول ١٣٠٠٠ بهرني پوځونه دافغان پوځ دروزنې په نامه پاتې شول خو دافغان هوايې پوځ په سر او ځمکنيو پوځونو په اخر کې يې په وسلوالو طالبانو پر خلاف په جگړه او ولسي وگړو په شهيدانولو کې ونډه واخسته .
په ٢٠٠١م دبن افغان حکومت دجوړونې غونډه کې پريکړه شوې وه چې په ٥ کالو پورې به په افغانستان کې درې نيم لکه افغان پوځ وروزل شي خو امريکا نه غوښتل دغه شمير روزل شوى پوځ پوره کړل شي
اوس دامريکايي او ناټو پوځونو شمير چې په افغانستان کې يې دافغان پوځ دروزنې په نامه وخت په وخت زياتوي تر ١٦٠٠٠ پورې به ورسيږي خو دا پوځ دروزنې په نامه مستقيماً په جگړه کې برخه اخلي او د افغان ولسي وگړو په مرگ ژوبله کې به زياتوالى راشي .
د نورو امريکايي او ناټو دپوځونو په راليږلو سره په افغانستان کې امن نه راځي بلکې جگړه به دوامداره پاتې شي .
دناټو عمومي منشي ينس سټو لټنبرګ او ټرمپ نه غواړي په افغانستان کې جګړه پاى ته ورسيږي دا دواړه هغه ډول زمينه برابروي چې په جګړه کې زياتوالي راځي دتېرو ١٦ کالو په دوران کې چې په افغانستان کې دبهرنيو پوځونو شمير تر يو لک شلو زرو زيات ؤ بهرنيو پوځونو په ټول هوايي او ځمکني ځواک سره له طالبانو لخوا نيول شوې سيمې او ولسوالۍ بيا ونه نيولې چې تراوسه پورې پکې طالبان شتون لري وروسته له دې که دناټو عمومي منشي او ټرمپ نور پوځونه افغانستان ته راوليږي افغان پوځ سره هوايي او ځمکنې پوځي مرستې وکړي بيا هم افغان حکومت دومره توان نلري چې طالبانو نيول شوي سيمې بيا ونيسي .
دناټو دعمومي منشي او ټرمپ دنوي ستراتيژۍ دا څرگنديږي چې افغانستان ته دنورو پوځونو په ليږلو سره به جگړه دوام ولري نه يواځې افغانستان بلکې دسيمې په هېوادونو کې به هم نا امني ورځ په ورځ زياتيږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *