چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / اخوند درویزه او دده کتاب مخزن الاسلام
images

اخوند درویزه او دده کتاب مخزن الاسلام

ډاکټر لطيف یاد
((درویزه نه مجتهد دی نه امام دی
دی هم خام ، تاسو هم خام ، مخزن هم خام دي))
( خوشال بابا )
اخوند دروېزه د ګدا زوی او د شیخ سادي لمسی دی چې په ۹۴۰ لیږدیز/هجري کال د یوسف زو په سیمه کې زېږېدلی و . نیکه یې د ننګرهارد پاپین دسیمې نه دیوسفزیو سیمې ته ور غلی و نو ځکه یې د ننګرهاری تخلص د ځان لپاره غوره کړی و.ده وروسته دپښتونخوا په مرکز پيښور کې دشخ زنګي او دوخت دنورو مشهورو او نامتو عالمانو نه دیني زده کړې کړي دي . دی دسیدعلي ترمذي چې په پیربابا سره یې شهرت درلود مرید و. نوموړی وروسته هندوستان ته هم تللی دی او هلته یې هم دوخت دمتبحرو عالمانو نه يې زده کړې کړي دي . ویل کیږي چې منځني ایشیا او سمرقند او بخاراته یې هم سفرونه کړي دي .
داخوند درویزه مشهور کتاب مخزن الاسلام دی .بل کتاب یې دتذکرة ا لابرار والا شرار نومیږی .
ویل کیږي چې اخون درویزه مخزن الا سلام دپیر روښان دغورځنګ پر خلاف لیکلی دي او پیر روښان یې بې لارې او ګمراه بللی دي او دده عقاید یې دبدعت نه ډک بللي دي . اخون درویزه دپیر روښان دمبارزو په لار کې چې دهند دمغولي ظلم او استبداد پر خلاف یې کاوه ستر خنډ ګڼل کیږي .په دې کې د هیڅ دشک او تردید ځای نشته چې اخون درویزه دې دهند دمغولي سلطنت دلوړ پوړو چارواکو سره نږدې اړیکي نه وي درلودلي ، بلکې دپیر روښان دغورځنګ پر خلاف دده هلې ځلې دمغولواو دهند دمغولي دربار په لمسون او اشاره تر سره کیدلې .
مخزن ا لا سلام دپیر روښان دخیر البیان په څیر په مسجع نثر لیکل شوی دی ، خو ځینې برخې یې نظم دي چې زیاتره عربي او فارسي کلمات پکې شته او له دې ښکاري چې اخون درویزه دپښتو ژبې تر څنګ په فارسي او عربي ژبوهم ښه پوهیده.دمخزن ا لا سلام مو ضوعات تر اخوند درویزه وروسته دده دزوی ملا عبدالکریم له خوا چې په کریمداد سره مشهور و ترتیب شوي دي .
داخون درویزه مخزن الا سلام په پښتونخوا کې ډیر ځلې چاپ شوی دی او هم یې دنړۍ په ډیرو کتابتونونو کې خطي نسخې شته .مخزن ا لا سلام په ۱۹۶۹م کې د پیښور پښتوا کیډیمي له خوا د پروفیسورتقویم الحق کاکاخیل په سریزه چاپ شوی دی د ا پر مخزن الا سلام یوه داسې جامع او هر اړخیزه سریزه ده چې د دویم مخزن په نوم یادیږي .
اخوند درویزه د سید علي ترمذي (پیربابا) مریدو و چې په پاخه عمر کې د (۱۰۴۸ لیږدیز /هجري یا ۱۶۳۸زیږدیز /میلادي )په شاوخوا کې په پيښور کې مړشو او هماغلته خاوروته وسپارل شو . په هغه وخت کې په کابل کې دمغولو صوبه دار مهابت خان و . د هغه نامتو زوی ملا عبدالکریم چې په کریمداداو شهیدبابا مشهور وپه ۱۰۷۲ لیږدیز /هجري چې د ۱۶۶۱ زیږدیز کال سره سمون خوري مړشوی دی او په سوات کې ښخ دی او په شهید بابا سره هم شهرت لري .
داو داخون درویزه اودده دکتاب مخزن ا لا سلام په اړوند لنډ معلومات چې آغلو اوښاغلو لوستونکو ته وړاندې شول .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *