چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / انگليس او امريکا دافغانستان اوعراق جگړو کې منطق بايلودلى دى !
qudratullah hadad new image

انگليس او امريکا دافغانستان اوعراق جگړو کې منطق بايلودلى دى !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

اوس ،چې شپږم کال د سپتمبر ٢٠٠١ م کال له پېښې تېرشو ټولې نړۍ ته څرگنده نه شوه ،چې داجگړې په افغانستان او عراق کښې دڅه دپاره وې ؟

که څه هم داخبره ده ،چې انگليس او امريکا ( توني بلير او بش ) غوښتل ،چې دنولسمې پيړۍ امپرياليزم ديوويشتمې پيړۍ په چوکاټ کښې نوى  کړي په دې کښې يې دلويديځ ټول مدنيت په وحشت واړاو .

او اسلام دپاره يې لار پرانستله ،چې نور هم پرمخ ولاړشي اوداڅرگنده شي ،چې تکنالوجي ،اقتصاد او پانگه دومره اغېزه نه لري ،چې دين او سپېڅلتيايې لري ځکه دنړۍ وگړي دبشر کمزوري په زلزلواوتوفانونو کښې ويني .

ناروغيو کښې دځمکې په تودوالي بيا دامريکا جنگي ساز او سامان څه کولاى شي ؟

تر پخوا ډېر خلک اسلام ته راگرځي دوى داخبرونه کله ورکوي په امريکې کښې داخبره وشوه ،چې مسلمانان ډېره زېرمه لري .

په عراق کښې داتومي او ډله ييزې وژنې  وسله پلمه وه په افغانستان کښې داسامه بن لادن نيول ،څومره بربادي  نړۍ امريکې انگليس ته راغله افغانستان او عراق کښې تنور جوړ شو .

بيا څه و ؟ عراق کښې هغه وسلې نه وې افغانستان کښې اسامه ترې ورک شو دايوويشتمه پيړۍ وه دامريکې اوانگليس سره له اروپايي ملگرو دافغانستان عراق داړه مارانو ،چې دڅوکۍ دپاره يې په ځان او جهان دا وکړل .

دطالبانو شرط ،چې دبهرني پوځ وتل له افغانستانه و نوکرزي څه وويل ؟ که بهرني عسکر له افغانستان ووځي بيا گډوډي  راځي دې ته وايي سپيني سترگي ،چې اوس داسې په گډوډۍ سر دى اوتو  بوتو ته راجگ شوى ؛ وايي امن وامان دى تحت وبخت برقرار دى ( ملا نصرالدين وويل : زه نورې ټوقې نه کوم . کرزي داسې ټوقه وکړه ،چې زه يې غلې کړم ).

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *