چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / ملي سياست پوه دکتور احمد شاه غني احمدزي ساه ورکړه
qudratullah hadad new image

ملي سياست پوه دکتور احمد شاه غني احمدزي ساه ورکړه

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

انا لله و انا اليه راجعون

يادا ښت:  دکتور احمد شاه غني احمدزى د  ډاکټر اشرف غني ورور وه

١٣٦٨ ل کال د وږي اته ويشتمه د روژې د مبارکې مياشتې اتمه وه ،چې ملي سياست پوه دوکتور احمد شاه غني احمدزى  د امريکې د ارلنگتون په روغتون کښې  د څلور شپېتو کلونو په عمر ساه ورکړه.  ده په فرانسې او امريکې کښې خپلې  زده کړه کړې وه او دوکتورا يې اخستې وه. د کابل په پوهنتون کښې يې کار کړى دى.

ملي سياست پوه احمد شاه يو مسلمان افغان و، چې د دواړو ثبوت ورسره و. ده د قند ناروغي درلوده، چې بډوډې (پښتورگي) او پښې يې ژوبل شوې وې. دکتور مير عبدالرحيم عزيز دوه ورځې وړاندې له ساه ورکولو له ده سره خبرې کړې وې دکتور احمد شاه ده ته ويلي وه: ((که زه مسلمان نه واى ما ځان په خپله واژه)) دا يوه جمله د ده د مسلمانۍ لوى ثبوت و.

افغان په دې و، چې ده په سياست کښې زده کړه کړې وه، بيا استاد و. د افغانستان په اوسنيو حالاتو کښې ده د مرکو له لارې چې تلويزيونونو او راديوگانو سره کړې وې ده ويل: افغانستان باندې تېرى شوى او حکومت مشروعيت نه لري؛ نو په داسې حال کښې چې د ده کورنۍ کښې سفير او وزير ليدل کيدل، خو ده تکسي چلوله او حلاله ډوډۍ يې خوړه، تر نورو وزيرانو ډېر پوه و او خپلو ملگرو باندې گران و.

دوکتور احمد شاه افغان ملي ټولنې کښې د سياسي کمېټې  مشر و، چې خپله سياسي خوښه يې څرگندوله او سپېڅلتيا سره يې خبرې  کولې. ژوند يې سپېڅلى او روڼ و څوک يې ،چې پېژني هغوى به همدا مني او وايي به ،چې :

که مې څوک په فقيرۍ شمېري فقير يم

که مې څوک په اميرۍ شمېري امير يم

د دلبر و صدقې لره يې غواړم

هسې نه چې په دنيا پسې زهير يم

د رحمان بابا په وينا همداسې و کومه مبالغه په کې نشته.

طاقت ښه دى د گفتار پيدا کوه

خو جوهر د ښه کردار پيدا کوه

که ډيوه دې د اميد په هره شپه مري

نوى ژوندون د انتظار پيدا کوه

لوړ ژور لا پښتني همت ته څه دي؟

د سيندونو غوندې لار پيدا کوه

آوازونه، خو له ضربه پيدا کيږي

وخت خو کم نه دى خو کار پيدا کوه

يار هغه دى چې د يار لپاره يار وي

يار که غواړې  داسې يار پيدا کوه

((حمزه)) خپل ته لکه گل په خندا اوسه

د اغيار په لار کې خار پيدا کوه

دوکتور احمد شاه د رحمان بابا او حمزه بابا په خبرو پوهېده او هغه يې خپل د ژوند سرليک کړى و. پاک څښتن تعالى ته دعا کوم، چې پښتانه ځوانان به داسې لار غوره کړي، چې علم، عمل، تقوى، هېواد پالنه ورسره وي. د دوى پام خپلو مشرانو ته واوړي او له هغو الهام واخلي.

(امين)

دوکتو احمد شاه غني احمدزى، چې نيکه يې جنرال عبدالغني د خپلواکۍ په جگړه کې د پکتيا په غاړې کې گډون درلود، ده دا هم کول:

هم پند اخلم هم پند وايم و هر چا ته

زه رحمان د چا مريد او د چا پير يم

د ده د ژوند دغه برخه، چې له خپلو مشرانو يې اوريدلې وه د پام وړ ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *