چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / دخیبر لرغونې او تاریخي لاره او دره دتاریخ په هینداره کې
23376351_2124481107578007_8363055663808353795_n

دخیبر لرغونې او تاریخي لاره او دره دتاریخ په هینداره کې

ليک: ډاکټر لطیف یاد
((دخیبر دره خو لار دتلو راتلوده
په کابل اوپیښور کې افغان یودی))
دپښتنو په تاریخ کې دخیبر تاریخي دره چې په انګریزي کې ورته ( Khyber pass ) وایی دهندوکش دغرونویوه لړۍ ده چې د افغا نستان او پښتونخوا تر مینځ پرته ده .دغه تاریخي دره د(۱۸۷۹) زیږدیز/میلادي کاله پورې دافغانستان دخاورې یوه برخه وه ، خو له بده مرغه دافغانستان د واکمن ا میر شیر علي خان دزوی امیر محمد یعقوب خان او انګریزانوتر مینځ چې کله د ۱۸۷۹ زیږدیز/میلادي کال دمی دمیاشتې په ۲۶ نیټه دګندمک کرغیړن تړون لاسلیک شو ، نو په پایله کې دافغانستان دخاورې نورې سیمې هم دخیبرد تاریخي درې او لنډي کوتل په ګډون انګریزانو ته ورکړل شوې چې بیا په ۱۹۴۷ زیږدیز /میلادي کا ل داګست په میاشت کې دبرتانوي ښکیلاک ( استعمار) دمیراثخور یعنې پاکستان لاس ته کښیوتلې.
دخیبر دتاریخي درې اوږدوالی ۵۳ کیلومټره ده چې دجمرود نه پیل کیږي اوپه تورخم کې پای ته رسیږي چې دا دافغانستان او پښتونخوا تر مینځ لویه ترانزیتي لاره او دپوځي او سوق الجیشي اهمیت نه برخمنه ده.
دخیبر په تاریخي دره کې داپریدیو ، شینوارو ، شلمانیو او ملا ګوریوپښتنو قامونه اوسیږي .دخیبر ددرې په ختیز کې پېښور ، لویدیز ته یې ننګرهار ، شمال ته یې دکابل سیند او جنوب ته یې داپریدیو سېمه او دسپین غره لړۍ پرتې دي .
دلرغونو آریا ئیانو ځینې ډلې او له هغو نه بهارته قبیلې دحضرت عیسی مسیح علیه السلام تر زیږیدو ۱۵۰۰ کلونه وړاندې له اوسني افغانستانه دهمدې تاریخي لارې دهند ارتو او پراخوسیمو او ورشوګانو ته ورښکته شوي دي .
دعیسی مسیح ترزیږیدو ۵۰۰ کلونه وړاندې له هنده د برهمني او بودايي مذاهبو مبلغین له همدې لارې اوسني افغانستان ته لاړل اودددغه مذهبونو ریښي یې په افغانستان کې وځغلولې .
دایران د هخامنشي واکمن لومړی داریوش لښکرې دعیسی مسیح ترزیږیدو ۵۱۲ کلونه وړاندې دهمدې تاریخي درې له لارې هند ته ورننوتلې چې دپنجاب او سند سیمې دخپلې پاچا هۍ سره ونښلوي .همداراز مقدوني سکندر ( سکندر اعظم ) او دده پوځونه دحضرت عیسی مسیح علیه السلام له زیږیدو/میلاد نه ( ۳۳۶) کلونه وړاندې دهمدې لارې پر هند برید وکړاو دسند او جهیلم پورې یې وړاندې تګ وکړ.نامتو سوبمن ( فاتح) چګیزخان له همدې تاریخي درې له لارې پر هند بریدونه کړي دي . دافغانستان نامتو سوبمن محمو دغزنوي دهمدې تاریخي درې له لارې د( ۱۰۰۱) زیږدیز/میلادي کال نه د( ۱۰۲۴) زیږدیز کاله پورې پر هند دولس ځلې بریدونه وکړل .
دافغاستان بل فاتح اوسوبمن سلطان شها ب ا لدین محمد غوري په همدې تاریخي لارې په( ۱۱۸۹) زیږدیز / میلادي کال پرهند بریدونه کړي دي او هلته یې دیوه پراخ سلطنت بنسټ کیښود.
همدارازد چنګیز خان لښکرې له همدې تاریخي لارې نه په (۱۲۲۱) زیږدیز /میلادي کال څو څو ځلې هند ته ورغلي دي او هلته یې دهغوسیمو دخلکوسره خونړۍ جګړې کړي دي. دده لمسي هلاکو خان هم له همدې لارې پر ملتان بریدونه کړي دي .
همداراز ګوډ تیمور هم دخیبر دتاریخي لارې هند ته تللی دی اوپه (۱۳۹۸ ) زیږدیز کال یې دډیلي باچا ته ماتې ورکړه .
په هندوستان کې دمغولو دکورنۍ بنسټ ایښودونکی ظهیر الدین محمد بابرله کابله دهمدې لارې پرپښتونخوا او هند بریدونه وکړل اوپه پښتونخوا کې یې ډیرشمیر پښتانه ووژل او ددوی له سرونو نه یې منارې جوړ ې کړلې.همداراز نوموړي پر هند برید وکړ او د۱۵۲۶ زیږدیز/میلادي کال د اپریل په میاشت کې یې په پاني پت کې دهند دلودي پښتنو دریم اووروستي واکمن سلطان ابراهیم لودي ته ماتې ورکړه او په هند کې یې دپښتنو واکمني ړنګه کړه .
دهند دمغولو دکورنۍ دریم واکمن اکبرباچا هم دخپل میرني ورور مرزاحکیم دټکولو لپاره په (۱۵۸۱ ) زیږدیز/میلادي کال په همدې تاریخي لارې کابل ته تللی و.
داکبر پاچا زوی شهزاده سلیم هم چې په جهانګیرسره شهرت لري په (۱۶۲۷) زیږدیز/میلادي کال دهمدې لارې نه دوروستي ځل لپاره کابل ته لاړ.دمغولو نورو پاچاهانو لکه شاه جهان او اورنګزیب هم پر دغې لارې کابل ته تللي دي .
د اورنګزیب په وخت کې دخیبردره هغه دره وه چې دده دپوځونو پر خلاف پکې پښتانه دایمل خان او دریاخان ابریدي په مشرۍ راپورته شول اودلته یوه ستره جګړه وشوه .داجګره په ۱۶۷۲ زیږدیز کا ل کې وشوه.
کله چې داورنګزیب په وخت کې دمیر جمله زوی محمدامین په کابل کې د مغولو صوبه دارو. دمحمد امین خان دواکمنۍ په وخت کې یوځل دپښتنو ځينې مشران ددده دلیدلو لپاره جمرود ته تللي وو. محمد امین خان شراب څښل او دکونړ دسیمې مغولي پوځدار حسن بیګ هم دشرابو په نشه کې ډوب و، حسن بیګ دغو مشرانو ته سپک الفاظ وکارول او دغه مشران دحسین بیګ په دې خبره سخت خواشیني او خپه شول..
بل ځلې دساپیو پښتنو یوه ډله دحسین بیګ خان پوځي چهاوڼۍ ته نږدې په تجارت او سوداګریزو کارونو بوخت ول ، دحسن بیګ پوځیانو غوښتل چې ددغو ساپیانو کورنیو ته سپکاوي وکړي ، خو ساپیانو پښتنو په پوره میړانې دمغولو دغه پوځیان ووژل.حسین بیګ دساپیانو سره جګړه پیل کړه او پښتنو ساپیانو حسین بیګ ته ماتې ورکړه.په دغه وخت کې دمغولو صوبه دار محمد امین خان په پیښور کې و او دا ۱۶۷۲ زیږدیز/میلادي کال و.کله چې محمد امین خان خبرشو نو ددې پرځای چې خپل مغولي پوځدار ملامت کړي پښتانه یې ملامته کړل او ددوي پر خلاف یې په پوخي کړو وړو لاس پورې کړاوکله چې دخپلې کورنۍ سره دخپلو ۴۰ زره پوځو نو سره دکابل پر لوري رهي شو نو پښتانه چې شینواري ، اپریدي ، مومند ، ملاګوري اوشلماني هم پکې وواو شمیریې هم زیات نه وو دایمل خان او دریاخان په مشرۍ دخیبر په تاریخي دره او دشلمان او ملا ګوریو پښتنو په سیمو کې پرمغولي دښمن خونړي بریدونه وکړل چې دمغولو د پوځونو په زرګونو تنه ووژل شول او په دغه جګړه کې د محمد امین خان زوی میرزا عبدالله میرمن یې او اوښی یې میرزا سلطان کربلایی هم له مینځه لاړل او پښتنو ته د دمغولو پوځونو دماتې په پایله کې بریالی او ډیرد غنیمت مالونه او ولجه په لاس ورغله او کله چې په ډیلي کې مغولي واکمن اورنګ زیب دمحمد امین خان او دمغولو دپوځ دماتې نه خبرشو نو دی یې سمدستي ډیلی ته وروغوښته.
خوشال بابا په خپلې یوې قصیدې کې په دغې جګړې کې دمحمد امین خان دکورنۍ دبربادیدو او دمغولي پوځ د سترې ماتې انځور دشعر په ژبه داسې کښلی دی :
چې دانا ترنادان لا وژني بتر
مګر نه دی دا ژوندون څه معتبر
چې مې فهم فکر وکړو باور وکړئ
په داباغ کې ګل له خار دی برابر
چې له کومو غرونو راغی چیرته درومي
اباسیند لا په دې هیڅ نه دی خبر
دشلمان غرونه په دا کله خبر دي
چې زرګونه په شلمان کې شو ډبر
نه آسما ن ځینې خبر دی نه دا ځمکه
چې عالم شو په طوفان زیر وزبر
په یوه زمان کې څه قدرت ښکاره کا
چې قادر دی توانا الله اکبر
مکافات دکوم ګناه دکوم شامت دی
چې ډبر دمیر جمله شو درست ټبر
اوبیا په دغې قصیده کې دپښتنو دسوبې ( فتحې ) یادونه په دې دول سره کوي :
نه په ډیر ده نه په لږد خدای په کړه ده
لږلښکر په ډیر لښکر مومي ظفر
څه شینواري ، څه مومند ، څه اپریدي وو
چې یې مات کړو دصوبې واړه لښکر
داطوفان چې په مغولو باندې سازشو
په کشتن ، په ولجو هیڅ مکړه نظر
که آسونه ، که پیلان که اسبابونه
په انبار انبار سپین زر وو یا سره زر
خوشال با با په خپلې یوې بلې رباعي کې دخیبر دتاریخي جګړې یادونه داسې کوي:
کال دغفج(*) وخیبر کې هورې
مغولې بندۍ شوې ، هم کونډې بورې
مو مند ، شینواري ، څو اپریدي وو
واړو وهلې دیادو تورې
په ۱۸۴۲زیږدیز/میلادي کال دافغان – انګریز دلومړۍ جګړې په ترڅ کې کی د خيبر په دره کی اپریدیو او نورو خیبري پښتنو د انگرېزانو سره نښتې وکړې اوډیرشمیر انګریزی سرتيري یې ووژل. په ۱۸۷۹ کال کی انگرېزانو د خیبر په درې کی یو سړک جوړ کړل او په ۱۹۲۰ زیږدیر /میلادي کال کې پکې د اورگاډی پټلی جوړه شوه.
داعلیحضرت محمد ظاهرشاه دواکمنۍ په وروستیو کلو نو او دشهید داودخان دجمهوریت په لومړیو کلونو کې به هره ورځ له پيښوره تر کابله پورې دپاکستان یو سرکاري بس په همدې لارې تګ او راتګ کاوه او دپښتونخوا او افغانستان مساپرین به یې وړل راوړل.
د۱۹۸۸ زیږدیز/میلادي کا ل دجنوری دمیاشتې په ۲۱ نېټه دفخر افغان پاچاخان بابا جنازه دهمدې تاریخي لارې نه دجلا ل آبادښارته یووړل شوه او هلته خاوروته وسپارله شوه.
په وروستیو کلونو کې دخیبر تاریخي لاره دپاکستان نه افغانسنان ته دناټو او امریکا یي پوځي ځواکونوته دوسلو او جګره ایزو سامان آلاتو دوړلو و دلارې په توګه کار اخیستل کیږي.
په دې وروستیو وختونو کې چې دافغانستان او پاکستان تر مینځ اړيکي ترینګلي شوي دي نو دپاکستان دحکومت له خوا کله کله دغه تاریخي لاره دموټرو( ګاډو) او افرادو دتلو راتلو پر مخ بندیږي .
په هرحال د خیبر تاریخي لاره یوه مهمه سوداګریزه لاره ده چې هره ورځ زیات شمیر خلک او سوداګریز ټرکونه افغانستان او پښتونخوا ته پرې تګ او راتګ کوي .همداراز دا لاره د ډیرپوځي اهمیت نه برخمنه او دهند دروازه ګڼل کیږي .
———————-
ماخذونه :
۱- انسایکلوپیډیا ، بریټا تیکا
۲- تاریخ حیات افغاني
۳- افغانستان درمسیر تاریخ ، دمیر غلام محمد غبارتالیف
۴- تاریخ مرصع ، دافضل خان خټک ،پيښور ،۱۹۸۴ کال
۵- دخوشال بابا کلیات .
۶-خوشا ل خان خټک ، دارواښاد دوست محمد خان کامل مومند لیکنه ، پښتو ژباړه د ډاکټر لطیف یاد ، دپیښور چاپ .
۷-پښتني قبیلې ، دډاکټر لطیف یاد لیکنه ، دپيښور چاپ
(*)کال دغفج= ۱۰۸۳ لیږدیز/هجری یا ۱۶۷۲ زیږدیز /میلادي
د ‏فضل قادر انډيوال‏ انځور.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *