چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / د افغانستان جګړه او د ژورنالیزم اړتیا!
kabul-diary-inside1

د افغانستان جګړه او د ژورنالیزم اړتیا!

ابن مبارک احمدزی

موږ نه دي ویلي چې محض ژورنالیزم ناروا فن او کسب دی بلکې موږ د اسلام په رڼا کې د ژورنالیزم له پاره کار کول غواړو.
داسلامي ژورناليزم موخه هم د شر ختمول، د حق اواز پورته کول او د مسلمانانو په منځ کي د مشرانو او کشرانو نيمګړتياوې ورپه ګوته کول دي دا ځکه چي حضرت عمر/علي رضي الله عنه فرمايي: هغه څوک ، چې زموږ عيبونه را ښيي الله جل جلاله دې پرې ورحميږي.
يو ژورناليست به دا سي خبرونه او اطلاعات نه خپروي، چي په هغو سره په اسلامي امت کي د اور بڅرکي شیندل کېږي او ترمنځ يې د جنګ او جګړو اور ته لمن وهل کېږي بلکي يو داسي نظر به وړاندي کوي ، چي په هغه سره اسلامي امت د نړۍ غوره پوهه تر لاسه کړي ، او په مټ يې خپل پيغام ټولو نړۍ والوته ورسوي .
اسلام ژورناليست ته د يو معلم حيثت ورکړى ده ، چي د ټولنې اخلاقي ار زښتونه او د عدل او انصاف لوړ اصول خوندي کړي ، چي د فکري او نظري ښوونو په مټ د ټولنې ګټي خوندي پاته شی او د وګړو ذهنونه سمې لارې ته برابرشي.
د يو ژورناليست اساسي وظيفه همداده ، چې په ټولنه کي اخلاقي نيمګړتياوې او بد اخلاقي له منځه يوسي، پاکي او سادګي رامنځته کړي .
نو په همدې توګه د حقيقت څخه ليرې ، ناروا او بې ځايه اطلاعات او مسايل ، چي د هغو له امله په ټولنه کي د فساد د خپرېدو وېره وي خپرول يې هم سم کار نه ده ، د حالاتو ، پېښو او حقايقو خبر ذهن او فکر ته د روښنايي مثال لري او کوم خبرونه ، چي فکر ته د روښنايي او رڼا پر ځاى تياره ورکوي د هغو خپرول او عامول هم ښه کار نه ده . ژورناليزم دا دواړه کارونه کوي او کولاى یې شي، خو ښه او اسلامي ژورناليزم هغه ده ، چي فکر ته روښنايي او رڼا ورکړي ، او له رڼا څخه محرومو کسانوته رڼا ور ډالۍ کړي
د اشرف غني اداره دراډيو، ټلویزون، ورځپاڼو، مجلو، تبلیغاتي پاڼو، انلاین میډيا(سایټونه) په لويو ښارونو او لویو لارو کې پر غټو تختو لیکل شوې اعلانو او دا ډول د کورنيو او نړيوالو کنفرانسو له لاري هڅه کوي چې د افغانانو او نړيوالو ملاتړ ولري او لري یې هم.
طالبان هم ورته هڅې کوي مګر دهغوی امکانات ډیر کم دي، ولي داسي معلومیږی چې هغوی ډیر سخت کار کوي، ځکه خو د کمو امکاناتو څخه اعظمي استفاده کوي، سړی ویلای شي چې حکومت امکانات ډیرلري مګر استفاده کمه، او طالب امکانات کم مګر استفاده زياته کوي
اسلامي امارت اوسمهال ټلویزون نه لري، راډيو نه لري، ورځپاڼه نه لري، يواځي ډیر کار د انلاین ميډيا په مټ کوي، خپل رسمي سایټ (الامارة) لري چې هغه هم داسي معلوميږی يواځي سياسي کسان يې ګوري، او ډیر لیدونکې له دې امله هم نه لري چې وخت په وخت دغه سایټ له تخنيکې ستونزو سره مخ وي، د الصمود په نوم مجله لري، چې عربي ده، د افغانستان په داخل کې مشکله ده چې پيداشي،د څرک،مورچل او حقیقت مجلې لري چې د دولت تر واک لاندې سیمو کې یې موندل نا ممکن او یا محال دي.
که افغان حکومت او نړيوال دبيان د ازادۍ او رسنيو د پرمختګ دعوه کوي، نو ویلی شو چې دوی په دغه خبره کې رښتوني نه دي،
د افغان ولس له ډیرو ځوانانو، پېغلو، محصلينو، زده کوونکو، سپينږیرو او سپين سرو دا ډول له روشنفکره ، مذهبي او روحانی طبقې خلکو سره د طالبانو په اړه ډول ډول سوالونه او پوښتنې شته، ولې هغوی ددې چانس نه لري چې دولس پوښتنو ته ځواب ووایې، څومره به ښه وای چې پرديپاله رسنۍ غلامې نه وای، او پر دغې مهمي موضوع يې کار کړی وای، داسي زمينه يې برابره کړې وای چې طالبانو په مخامخ ډول د افغان ولس پوښتنو ته ځواب ویلی وای. د دې ګټه به دا وه چې عامو خلکو او آن د طالبانو مخالفينو به د هغوی په اړه سم پوهاوی درلود، قضاوت به يې هم سم وو، او له هغوی سره د تعامل په اړه به پاليسي جوړوونکو هم واقعبينانه پرېکړې کولی شوای
افغان حکومت چې له مختلفو لارو هڅه کوي ولس ته خپل نظر او پروګرام هغه هم په نیمګړي ډول وړاندي کړي، ولي د بيان د ازادۍ او رسنيو د بې پرېتوب له مخې طالبانو ته افغان حکومت او نړيوال اجازه نه ورکوی چې هغوی هم د ځينو پوښتننو په اړه د رسنيو د لاري سپيناوی وکړي؟ دا خو لا څه کوې چې څو څو ځله د ذبیح الله مجاهد د ټویټر آدرس هم فعالیت ته پرې نښودل شو.
څومره په ښه خبره وه چې د رسنیو له خوا د شرارت پر ځای د اسلامي امارت ویندویانو ته د خبرو او سپيناوي فرصت او چانس ورکړل شوی وی خو افسوس!، څومره به ښه وای چې د طالب او افغان حکومت ويندويانو له خوا په ژوندي ډول د خلکو پوښتنو ته ځواب ویل کيدلای (ممکن دسکايپ کنفرانس او يا ويډيو کنفرانس د لاري هغه چاته زمينه برابره شي چې امنيتې ستونزه لري.) زه په دې ډاډه یم که داسې چاپېریال رامنځته شي چې په هغه کې د طالبانو رسنیز استازي او د حکومت پلویان حاضر وي او خبري کنفرانس وړاندې کړي،د خلکو پوښتنو ته ځواب ووايي،د خپلې برحقې مبارزې د مشروعیت دلایل وړاندې کړي او د افغان حکومت د استازو تورونه رد کړي نو د ډېرو خلکو ملاتړ به په لږ وخت کې له ځان سره ولري او پر حکومت به د خلکو باور ټیټې فیصدۍ ته را ښکته شي، خو دا به چاته ووايې؟؟ یو داسې چاته چې سر تر پښو په استحمار کې لغتکې وهي هغه ته؟
نصیحت پر سنګ دِلو اثر نه کا
بیهوده پیر محمد دُر وهې په سنګ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *