چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / کاسب ( کسبګر ) دخدای دوست دی
کارگر

کاسب ( کسبګر ) دخدای دوست دی

ډاکټر لطیف یاد
الکاسب حبیب الله

په وروسته پاتې ټولنو کې ځینې خلک دځینو کسبونو په وړاندې منفي سوچ او ذهنیت لري او دغه کسبونو او ددغه کسبو نو خاوندانو ته په ټیټه سترګه ګوري چې دا په حقیقت کې ددوی په وروسته پاتې واليتوب دلالت کوي .دبیلګې په توګه دوی ځینو کسبونو او ددغه کسب خاوندانو لکه جولا ، نایی، نداف ،lمو چي ، جاروکښ او دوبي ته په ټیټه سترګه ګوري . په هند ي ټولنه کې خو دغه خلک دشودرا او یا نجس(Untouchable )په نومونو هم یادیږي .
.
الله تعالی خپل مخلوق په بیلا بیلو رنګونو ، ژبو ، قومونو او کسبونو پیدا کړي دي او دغه خلک چې مایې دکسبونو نومونه واخیستل په حقیقت کې دیوې ټولنې شریف خلک دي . دایې ځایه خبره نه وه چې دهند لارښود مهاتما ګاندهي هم ددغو کسبونو خاوندانو ته دهریجن Harijan یا شریفو او نجیبو خلکو لقب ورکړی دی.
دکسب او کار له پلوه چاته په ټیټه سترګه کتل او داویل چې زه اصیل یم او ته کم اصل هغه منفي ذهنیت دی چې دنړۍد وروسته پاتې ټولنوپه خلکو کې شتون لري . دخدای په نزد ښه مخلوق هغه مخلوق دی چې خلکوته یې ګټه ورسیږي .
څو کلونه وړاندې دهند دپنجاب په پوهنتون کې مې په یوې سرکاري لیلیې ( Hostel) کې ژوند کاوه اوتازه دغې لیلیې ته تللی وم. دسبا ورځې په سهار مې دکوټې دروازه چارا ته وډبوله ، دکوټې ور مې چې پرانیست ګورم چې دلیلیي جاروکښ دی. ما ترې دنامه پوښتنه وکړه ویل یې زما نوم مستو رام دی.
ده راته وویل که ستا اجازه وی زه به ستا کوټه پاکه کړم . ما په دغه وخت کې دځان لپاره دسهار چای جوړاوه او هګۍ مې پخولې . مستورام ته مې وویل: چې دسهار ناشتا دې کړې ده یانه ؟ دی راته موسکی شو چې نه صاب ( صاحب) نه مې ده کړې زه غریب سړی یم او بل داچې سهار وختي له کوره راوځم او دلیلیي کوټې پاکوم او وخت ورته نلرم !
ما ورته وویل جارودې اخوا کیږده لاسونه دې پریمینځه زه هګۍ پخوم او زما سره به نن یوځای په یوه غاب ( پلیټ )کې هګۍ خورې .
ده راته وکتل او حیران شو اوراته یې په هندي ژبه وویل : صاب ! آپ کې سات اور ایک پلیټ مین ناشتا کرنا ؟ ما ورته وخندل چې ولې زما سره یوځای ناشتا نه کوي ؟ ده راته وویل چې ته خو ستر انسان یې او زه یو جاروکښ ! ما ورته وخندل چې ته جاروکښ یې نو ولې ؟ ایا داکوم بد کاردی ؟ ده راته وویل زموږ په ټولنه کې موږ ته خلک په ټیټه سترګه ګوري .
ما ورته وویل راځه کښینه نن به راسره په یوه پلیټ کې ناشتا کوي .
مستورام زما پښو ته ټیټ شو چې زما او ستا تر مینځ دیر توبیر شتون لري . ما ورته وویل نن زه دغه توپیرونه له مینځه وړم او دټولنې بر دغه نا انصافانه چلند اعتراض کوم . ځکه موږ ټول دالله تعالی بندګان یو او مساوی حق لرو. که ته نه اوسې نو دلیلیې دا دومره کوټې او خونې به څوک پاکوي .
مستورام په هغه ورځ زما سره پهیوه بلیټ کې نا شتا وکړه او ما دده سپیڅلي کسب ته درناوی وکړ . مستورام تر هغې ورځې وروسته دلیلیی نورو کارکوونکو ته دا کیسه کړې وه او کله به چې زه دلیلیي ددهلیزونو نه تیریدلم نو دلیلیی کارکونکو به یو بل ته په غوږونو کې پسیدل چې دا هغه سړی دی چې دمستورام سره یې یو ځای په یوه پلیټ کې ناشتا کړې وه !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *