چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / ناټو بيا دجگړې ماموريت پيلوي
n00080178-b

ناټو بيا دجگړې ماموريت پيلوي

سرليکنه

په افغانستان کې دامريکا په مشرۍ دناټو ګډو پوځونو په ٢٠٠١ ميلادي کال چې دهوايي او پليو قواو په وسيله يې يرغل وکړ تر ٢٠١٤ ميلادي کاله يې په رسمي توگه د افغان مظلوم ولس په نيولو ، زنداني کولو او شهيدولو خپل جنگي ماموريت سرته ورساوه چې په ١٤ کالو کې يې په افغانستان کې هغه تباهي وکړه چې انگريزانو او روسانو نه وه کړې

انګريزانو او روسانو يوازې دافغانستان تباهي دافغانانو په وژلو او ودانيو په ورانولو وکړه دامريکا په مشرۍ دناټو پوځونو دافغانستان موجوده او راتلونکي نسل په فکري بدلون سره تباه کړ .

دامريکات پخواني جمهور رئيس اوباما چې په ٢٠٠٩ ميلاد   کې کال واک ترلاسه کړ اعلان يې وکړ چې په ٢٠١٤م کې به په افغانستان کې دناټو جنگي ماموريت پاى ته رسوم او په تدريجي  شکل سره به امريکايې او دناټو پوځونه له افغانستانه باسم .

دټرمپ په حکومت کې دامريکا په مشرۍ که څه هم تر دې دمه بهرنيو پوځونو دافغانانو له شهادته او ورانيو لاس نه ؤ اخستى يوځل بيا دامريکايي  او ناټو دپوځونو په راليږلو جنگي ماموريت بيا پيل شو .

افغانستان په ١٩٦٣م کې چې په کابل کې دمحمد ظاهر شاه شاهي نظام او د  امريکا رئيس جمهور  جانس ؤ ددواړو هېوادونو ترمنځ ددوستۍ تړون شوى ؤ خو امريکايي  جمهور رئيس بش سره دتړونه پر افغانستان  پوځونو ته ديرغل امر وکړ .

په افغانستان کې دناټو پوځونو او امريکايي هوايې بمباريو څخه د اسې جوتيږي چې بايللى جگړې ته به دوام ورکوي .

اوس چې دامريکايي پوځونو علاوه چې څو مياشتې دمخه افغانستان ته يوځل بيا راوليږل شول ناټو اعلان کړه چې درې زره نور پوځونه به يې  افغانستان ته وليږل شي .

که په کابل کې دامريکايې قوماندان جنرل نکولسن لخوا دنورو پوځونو اړتيا ليدل کيږي او د بايللى جگړه  دافغانانو په ونيو دوام  ولري بيا هم امريکا او ناټو اشر گړي هېوادونه يې له افغانانو جگړه نه شي ګټلاى امريکا ديوې خو ا افغانستان ته دداعش په نامه جگړه مار وسله وال  راوليږل چې دتېرې ورځې پر شمشاد تلويزيون بريد يې دا څرگنده وي چې جوماتونو او مقدساتو دبريدونو ترڅنگ يې رسنۍ هم په امن نه دي

له بلې  خوا نور پوځونه کله دامريکايي  او کله دناټو په نامه راليږلى ددې نه راجوته شوه چې امريکا په افغانستان کې دبايللى جگړې دگټلو لپاره يوځل بيا جنگي ماموريت پيل کړ خو لکه چې يې ١٢٠ زرو پوځونو ماتې وخوړه جگړه يې بايلوده دارنگه به يې دويم جنگي ماموريت هم ناکام شي خو په افغانستان کې به دافغانانو ويني توى او تباهي به زياته کړي .

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *