چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / خبرونه / ذبيح الله مجاهد : اکثره امریکایان دټرمب د استراتيژۍ پلویان نه دي
FAF992C4-5E2E-47F8-91C1-AC51BE52DAAB

ذبيح الله مجاهد : اکثره امریکایان دټرمب د استراتيژۍ پلویان نه دي

دا مرکه د بريښناليک له لارې راليږل شوى چې مونږ يې کټ مټ خپروو  که څه دا مرکه د شهامت لپاره شوې خو د خپريدو لپاره يې مونږ ته هم راليږلې ده

د شهامت مجلې همکار په هيواد کې د روانو حالاتو په اړه د اسلامي امارت له ويندوی ښاغلي ذبيح الله مجاهد سره مرکه کړې او د اوسنی وضعيت په اړه يې په تفصيل غږولی دی، دغه مرکه د شهامت وزينې مجلې له ادارې څخه په مننې د الاماره پاڼې د محترمو ليدونکو لپاره دلته هم نشروو.

پوښتنه

محترم مجاهد صاحب له هر څه مخکې تاسو ته هرکلی وایو. چې له ټولو مصروفیاتو سره سره مو موږ ته د مرکې لپاره وخت راکړ، که راشو پوښتنو ته ، څه موده وړاندې نوي امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړه،په مجموع کې ددې ستراتیژۍ په غبرګون کې د اسلامي امارت دریځ څه دی؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحیم

نحمده ونصلی علی رسوله الکریم امابعد: اسلامي امارت خو په لومړیو شیبو کې دټرمپ استراتيژۍ وغندله، هغه يې د جنګ د دوام اعلان وباله او خبرداری يې ورکړ چې له ټولو څخه زیات زیان به يې پخپله امریکاته رسیږي.

اسلامي امارت د دې جګړې له پيل څخه ټينګار په دې کاوه چې امریکا باید حقائق ومني، سرتمبه او د زور سیاست پریږدي، وسلې او وژنې مسائل نشي حل کولای، بلکې لا هم مسائل پيچلي کوي، د حل لار تړي او بحران لا هم عمیق کوي.

خو برعکس امریکايي نظامیان او مشران بعد له شپاړسو کالونو ستړیا او بې ګټې هلو ځلو لاهم د جګړې په دوام ټینګار لري او دحقائقو منلوته تیار نه ښکاري.

اسلامي امارت د افغان مسلمان ولس د استازي په توګه دنده لري لکه څرنګه چې يې په تیر کې د بوش او اوباما استراتيژي ګانې له پښو غورځولې او ناکامه کړې وې، همدا ډول به د ټرمپ استراتيژۍ هم ناکامه کړي او د دې کار لپاره يې ان شاءالله خورا ښه تدابیر تر لاس لاندې نیولي دي.

بله خوا تجربو ثابته کړې چې امریکا نور جنګونو ته د دوام ورکولو توان او حوصله نه لري، که نظامي جنرالان او جنګ غوښتونکی ماشین يې دخپلو شخصي ګټو او له جنګي وضعیت څخه د شخصي پانګو د زیاتیدو لپاره د جګړو مشوره ورکوي خو عام امریکايي ولس نور د جنګي بار پورته کولو وس او حوصله نه لري.

مثلا د ټرمپ د استراتيژۍ لا دوه میاشتي نه کیږي، خو په امریکا کې سروې ګانو ښودلې چې اکثره امریکایان د دغې استراتيژۍ پلویان نه دي، بلکې پرې خوابدي دي، د غربي رسنیو په حواله په امریکا کې وروستۍ سروې ښودلې چې په سلو کې ایله ۳۷ سلنه خلکو د ټرمپ استراتيژي تاييد کړي. ۶۳ سلنه خلکو دا استراتيژۍ نه ده تايید کړې، داچې لږ وخت پرې ووځي د پيښیمانه خلکو تعداد به لاهم لوړ شي، ځکه له یوي خوا مصارف پري کیږي اوله بلي خوا خاص نتیجه نه لري بس همدا داولو څوشپو ورځو تبلیغاتي غورهار او ړندي بمباري به یې وي نوربه هیڅ هم په لاس ور نشي.

د امریکا مهمو سناتورانو په استراتيژۍ اعتراضونه وکړل او امریکايي نظامیان يې تورن کړل چې له امریکايي ولس څخه معلومات پټوي، په غبرګون کې پنټاګون مجبور شو چې اعلامیه خپره کړي او په کې راغلي چې د افغانستان لپاره نوی استراتيژۍ به يې په کال کې یو میلیارد اضافه مصرف ولري او د ټول جنګ کلنی مصرف يې ۱۲.۵ میلیاردو ته پورته شوی دی.

همدا راز په دا وروستیو کې په امریکاطبعي افتونه راغلل چې له اقتصادي پلوه يې امریکا وځپله.امریکایان دخپلو زیانونو او تاوانونو اعلان نه کوي او په رسنیو کې هم دا ډول راپورونه سانسوروي، خو حقیقت دادی چې تنها په تکزاس ایالت کې د زیانونو کچه ۲۰۰ میلیارده ډالره ښودل شوې، چې د ټرمپ اداره يې د ورکولو وس نه لري.

په نورو ایالتونو کې هم سخت زیانونه رامنځته شوي چې امریکایان يې په دننه کې له وارخطايي سره مخ کړې.د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې په امریکاکې وروستنیو طوفانونو په افغانستان کې د امریکا استراتيژۍ هم له ځنډاو خنډ سره مخ کړې، یعنی چې امریکایان ددې استراتيژ ۍ په عملي کولو کې بریالي نه دي اونه يې سرته رسولي شي.

خصوصا هغه مهال چي یو څو میاشتې اوکال پرې ووځي دوی به لا ډير وارخطا او پيښیمانه شي، د امریکا لوی درستیز سنا ته وویل چې اګرکه دوی استراتيژۍ اعلان کړي او بمبارونه يې زیات کړي دي، خو لاهم د افغانستان جګړه له بن بست سره مخ ده.

زموږ باور داده چې په بمبارونو او غلطو فشارونو د ملتونو اراده نه بدلیږي، افغانان میړنی ولس دی، د پردو فشارونوته يې کله هم تن نه دی ايښی، امریکایان باید په ټول ولس باندې د څو تنو اجیرو مزدورانو او غلامانو ګمان ونه کړي چې په پټو سترګو امریکايي فرمایشونه مني، دا ولس څښتن لري، دا ولس میړني لري، دا ولس مجاهدین لري او دا ولس د قربانۍ په ډګر کې ولاړ ځوانان او فدایان لري چې هیڅکله به يې څوک زوب او محوه نشي کړای ان شاءالله.

پوښتنه

د ټرمپ د ستراتیژۍ له اعلان وروسته امریکایي رسنۍ پرلپسې د جګړې د سختیدو او په مجاهدینو دفشار زیاتیدو خبر ورکوي، په عملي ډګر کې آیا امریکایان تر اوسه کومه لاسته راوړنه لري؟

ځواب

د رسنیو له خولې د امریکايانو د بریا او دجګړو د سختیدو، یا د مجاهدینو د تهدید یا له غلامانو څخه د واورې فیلان جوړول، له تیرو شپاړسو کالو را روان دي او لا به هم دوام وکړي؛ خو الحمدلله د رسنیو دغه ډول پروپاګند او بلند پروازۍ یا د امریکايي نظامیانو کاذبو غورځو پرځو په میداني وضعیت کې د امریکا او کابل ادارې په ګټه هيڅ تغیر نه دی راوستي او نه به هم ان شاءالله تغیر را وړل شي.

د جګړو په کرښو کې مجاهدین په خورا عالي روحیه پرمختګ ته دوام ورکوي، تاسو به په دا وروستیو کې چې د ټرمپ له استراتيژۍ څخه وروسته زمانه ده، د هیواد په مختلفو برخو کې د جهادي پرمختګونو حتی د ولسواليو د سقوط خبرونه اوریدلي وي، په کندهار کې د معروف فتحه، په بادغيس کې د غورماچ فتحه، په پروان کې د فندقستان استراتيژيکې درې فتحه، په فاریاب کي دبندر فتحه په ارزګان او هلمند کې د محاصرو د کړیو تنګول او دښمن ته درانه تلفات اړول، له ټولو څخه مهم په بګرام، کابل او کندهار ولایتونو کې په امریکايي اشغالګرو عسکرو او افسرانو ځپونکي فدايي بریدونه او هغوی ته درانه تلفات اړول، په فراه ولایت هوايي ډګر کې په امریکايي ځواکونو بریدونه او تيښتې ته اړ کول، د هلمند په شوراب امریکايي اډه کې د سکربيست توغندیو په ویشتلو سره امریکايي ځواکونو ته تلفات اړول، وروستی داچې د کابل په هوايي ډګر کې د امریکا په دفاع وزیر او د ناټو په مشرتوغنديز بریدونه او سفر يې بې اثره کول د دې خبرې څرګندونه کوي چې امریکايي اشغالګرو او دهغو ملګري غلامان د مجاهدینو د ارادو په وړاندې د شګو بندونه نشي ټينګولی. سمه ده په بمبارونو او وحشتونو کې به افغانانوته تلفات واړوي خو قیمت به يې هم بیرته امریکايي عسکر او دهغوی غلامان پریکوي، نه د مجاهدینو هوډ ته صدمه رسولی شي اونه يې هم د آزادۍ غوښتنې له داعيې او د اسلامي نظام له اقامې څخه منصرف کولای شي، په دې لاره کې په تیرو شپاړسو کالونو کې د اسلامي امارت مشرانو او کشرانو خورا ښه امتحان ورکړی دی.

پوښتنه

د دښمن رسنۍ روزانه د ګڼ شمیر مجاهدینو د شهادت، ټپي کیدلو او نیولو ادعاوې کوي، په وروستیو جګړو کې مجاهدینو ته د اوښتو تلفاتو په اړه که معلومات راکړئ؟

ځواب

وروسته له هغه چې امریکایانو نوې استراتيژي اعلان کړه، نو يې هوايي ړندو بمبارونو ته زور ورکړ چې بې له شکه يې زموږ ملکي هیوادوالوته په کندز، لوګر، هلمند، کندهار، ننګرهار، حتی کابل او ځينو نورو ځایونو کې زیانونه واړول، کورونه يې ویجاړل کړل، د ښځو اوماشومانو په ګډون يې زموږ هیوادوال شهیدان او ټپيان کړل او خپله وحشیانه او انسان دښمنه څيره يې بربنډه کړه، د دښمن دغه بمبارونه دومره ړانده او بې هدفه دي چې څو ځله يې خپل غلامان په هلمند او نورو ساحو کې تر بمبار لاندې ونیول.

د دښمن د وارخطا او بې هدفه ګوزارونو په نتیجه کې مجاهدینو ته هیڅ کوم د پام وړ تلفات نه دي اوښتي، د امریکايي عسکرو د بمبار د کچې له ډيریدو سره سم مجاهدینو هم په ټول هیواد کې خپلو تکتیکونو ته تغیر ورکړ، د دښمن دشپنیو حملو، بمبارونو او ځينو وحشتونو په وړاندې يې بدیلې لارې پیدا کړي او اوس ان شاءالله د دښمن په بریدونو کې مجاهدینو ته هيڅ کوم د پام وړ تلفات نه دي اوښتي.

البته جګړه ده، زموږ مجاهدین به تلفات لري خو هغه نورمال تلفات دي چې په ټول جهادي بهیر کې مو درلودل، د امریکایانو له نویو پلانونه څخه مو الحمدلله مجاهدین ژغورل شوي او له امریکایانو څخه اهداف ورک شوي دي.

نو د مجاهدینو د تلفاتو په اړه چې کوم راپورونه په رسنیو کې دښمن خپروي حقیقت نلري، دښمن د مجاهدینو د تلفاتو په برخه کې دومره ستر جرئت او کاذبانه ادعاوې کوي چې یوځای سل مجاهدین وجود نه لري، دوی هلته د یو سلو شلو تنو د شهادت راپور ورکوي، دا ډول پروپاګند نه پخوا دښمن ته په ښمر ورغلی او نه به يې له دي هیسته څوک ورسره ومني.

هرکال په افغانستان کې امریکايي ځواکونه زرګونه بمبونه غورځوي، خو نه تنها داچې جهادي صف يې کمزوری کړی نه دی، بلکې د عامو خلکو په وژنو او ځورولو سره يې د هغوی احساسات راپارولي چې طبعا د اسلامي امارت د صفوفو د تقوې سبب ګرځیدلي.

پوښتنه

د امریکا د بمبارونو له زیاتیدو سره ویل کیږي چې روزانه عامو خلکو ته ملکي تلفات هم اوړي که ددې موضوع په اړه معلومات راکړئ؟

ځواب

هو! د امریکایانو د نوی استراتيژۍ مهمه او نا اعلان شوی برخه همدا ده چې دوی عام خلک وژني، غواړي له عام افغان ولس څخه د مجاهدینو د حمایت کسات واخلي او له دې لارې غواړي په مجاهدینو فشار راولي، خو له دې څخه بې خبره دي چې پخواني شوروي اتحاد پنځلس لکه عام افغانان شهیدان کړل، کلي او کورونه يې ونړول په میلیونونو خلک يې مهاجر او بې سرپناه کړل خو د دې ولس اراده يې ماته نه کړه او نه يې کومه لاسته راوړنه درلوده.

موږ مخکې یادونه وکړه چې امریکایانو په لوګر، هلمند، کندز او ګڼو نورو ځایونو کې ولسي خلک په نښه کړل، ښځې اوماشومان يې شهیدان او ټپيان کړل، خو بیا تکراروم چې ګټه نه ورته لري، بلکې برعکس به د ملت احساسات لاهم د امریکایانو او د هغو د غلامانو په ضد پاریږي او د مجاهدینو صفوف به ورسره تقویه کیږي.

پوښتنه

په دې وروستیو کې په کابل، پروان او ګڼو نورو سیمو کې مجاهدینو بریالي عملیات درلودل، دغه راز کندهار کې دمعروف ولسوالي طالبانو ونیوله که ددې پیښو او نورو وروستیو جهادي بریاوو په اړه معلومات راکړئ؟

ځواب

د ټرمپ د نوي استراتيژۍ له اعلان سره نیږدې ورځو کې د مسلمانانو اختر پيل شو، د اسلامي امارت مجاهدینو په ټول هیواد کې د اختر په مناسبت خپل عملیات ورو کړل، چې د اختر رخصتي تیره شوه او مجاهدینو بیا د بریدونو لپاره تابیا نیوله نو امریکايانو او د کابل ادارې نظامي چارواکو آوازې ګډې کړي چې د ټرمپ استراتيژۍ تأثیر کړي او د مجاهدینو عملیات کم شوي دي.

اوس چې مجاهدینو بیا په ټول هیواد کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ، ګڼې سیمې يې ونیوې، دښمن ته يې درانه تلفات واړول، په هلمند او کندز کې يي د دښمن عملیات ناکام کړل، په ارزګان، کندهار، پروان، فاریاب، بادغیس، فراه او ځينو نورو ولایتونو کې يې له دښمن څخه ولسوالۍ، مرکزونه، پوستې او لویی سیمې ونیوې، دا پخپله دا خبره ثابتوي چې د دښمن د استراتيژيو اعلانونو د مجاهدینو په پرمختګونو هیڅ اثر ندی کړی بلکي برعکس هوډ يې پوخ شوی او د امریکایانو په ضد يې دریځ پياوړی شوی.

اسلامي امارت د جګړو په ډګرونو کې خورا ښه نوښتونه تر لاس لاندې نیولي چې په تطبیق سره به يې تاسو د ډيرو ښو پرمختګونو شاهدان وي. ان شاءالله

پوښتنه

په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور او په وړاندې یې د جهاد شپاړس کاله پوره شول، امریکایان وایي چې دا یې د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده، په دې اوږده او نوره هم اوږدیدنکي جګړه کې د اسلامي امارت د مجاهدینو روحیه څنګه ارزوئ او ستاسو په باور مجاهدین تر کومه وخته د امریکا خلاف مقاومت کولای شي.

ځواب

د مجاهدینو د روحیې په اړه به یوه واقعه درته بیان کړم، څه موده مخکې چې د ټرمپ استراتيژي نه وه معلومه ډير مجاهدین خصوصا فدايي مجاهدین مې پيژندل چې سخت خپه وو، ویل يې که امریکایان اعلان وکړي چې پوځونه باسي، د جهادي بریدونو لپاره به موارد راکم شي او له شهادت څخه به محروم شو.

کله چې د ټرمپ استراتيژي اعلان شوه او د جګړې د دوام خبره يې وکړه، نو هغو مجاهدینو د خوشحالۍ زیري ورکړل چې امریکایان پاتې شول، له شهادت او حملو څخه به نه بې برخې کیږو. او ان شاءالله یا به شهیدانیږو او یا به هم غازیان کیږو.نو د داډول قوم او دا ډول خلکو مقابله کول نه امریکا ته آسانه کار ده نه هم د کابل ادارې وارخطا عسکروته.

زه باوري یم چې د اسلامي امارت د مجاهدینو روحیات نه په شهادتونو سره خرابیږي اونه هم ددښمن په وحشت، او بمبارونو سره.تیر شپاړس کاله زما د خبرې ثبوت دي، په تیرو شپاړسو کالو کې د امریکایانو، ناټو، او ټولو غلامانو لخوا هيڅ داسي فشار او زور نه وو چې نه يې وي استعمال کړی.

مجاهدین جهاد یوه الهي فريضه بولي، دخپل هیواد آزادي او دلته اسلامي نظام راوستل يې د ځان څخه ډير قیمت ورته لري، نو ترهغو چې خپلو دغو اهدافو ته نه وي رسیدلي، نه له جهاد او مبارزې څخه ستړي کیږي اونه هم له تهدید او فشار څخه ویره ورته پيدا کیږي، هغه قوم چې شهادت خپل آرمان بولي او د الله تعالی په لاره کې په قربانۍ خوند اخلي هغه د کفارو په تهدید او د غلامانو په کاذبوخبرو د هيڅ ډول مایوسۍ احساس نه کوي اونه يې روحیه خرابيږي.

پوښتنه

د اشرف غني دحکومت په اړه ویل کیږي چې په دې وروستیو کې یي د طالبانو سره د جګړې تر عنوان لاندې د اسلامي ارزښتونو په خلاف اقدامات پیل کړي، لکه د مدارسو بندول، علماء کرام او متدین اشخاص بندیانول او بالمقابل فحاشۍ او فساد ته وده ورکول، په دې اړه ستاسو معلومات څه دي او له داسې کړنو ددشمن غرض څه کیدلای شي؟

ځواب

هو! متل دی وايي چې د میږي ورکه راشي نو وزر وکړي، په تیر کې هم کومو سیاست مدارانو چې د خلکو په عقايدو، مقدساتو او اسلامي ارزښتونو کار لرلی هغوی په لږ زمانه کې د ولس له قهر او غبرګون سره مخ شوي او ورک شوي دي.

ښه مثال يې د کمونستانو دور دی، کله چې هغوی په مدارسو، عالمانو، مساجدو او نیکانو خلکو کار ولاره، د هغوی وژنې او زنداني کولو ته يې کار وویل، مدارس او ديني درسونه يې بند کړل، موږ د هغو عواقب ولیدل، نن هم مدارس شته، هم عالمان شته، هم مساجد آباد دي، خو یو کمونست هم نشته چې د خپل داعيي دفاع وکړي.

همدا ډول د سیکولرانو انجام هم در واخله، اشرف غني د خپل تربیت او تعلیم له مخې یو سیکولر او په دين بې باوره انسان دی، هغه شاید د خپلو دیني ضد کړونو په انجام لکه کمونستان لا هم نه پوهیږي، خو په عمل کې د سیکولرانو تقویه کول، دیني ارزښتونه تمسخرکول، فحشا او بي دیني ته ازاده لاره خلاصول، دیني قشر، علماء او حافظان زندانونو ته اچول، مدارسو ته راز راز مشکلات جوړول، په لیلیو يې چاپې وهل، استادان او شاګردان يې زنداني کول او تهدیدول، په خلکو کې د بي ديني روحیه پیاوړي کول او د رسنیو او مختلفو لارو څخه د دين په وړاندې موقف نیول، دا ټول کارونه ملت ګوري، ملت يې بررسي کوي او داسې ورځ به هم راځي چې ملت به يې تر حساب لاندې هم راولي. ان شاءالله

د اشرف غني د ادارې همدا کړنې هم د دوی د بربادۍ لپاره کافي دي، ځکه دوی نه له تاریخ څخه تجربه واخیسته، نه يې له تیرو دورو څخه څه زده کړل، نه يې د دې ولس خواص او عادات درک کړل اونه يې هم د باطل په مقابل کې د حق د بریالي کیدو رمز درک کړ.

داشرف غني د ادارې همدا بې باکه او کفرپاله کړني به هم د دوی د زوال یو مهم فکتور ګرځي، د ولس حمایت له مجاهدینو څخه زیاتیږي حتی هغه خلک چې پخوايې د اسلامي امارت سره څه مشکلات درلودل هغوی هم اوس حقائق درک کړي او دمجاهدینو ملاتړ کوي.

پوښتنه

ستاسو په نظر اوسنیو شرایطو ته په پام سره د مجاهدینو د بریا راز په څه کې دی؟ مجاهدین په فردي او جمعي شکل باید څه وکړي، تر څو د کفر په خلاف روان جهاد د بریا تر منزله ورسوي؟

ځواب

د مجاهدینو د بریا تر ټولو مهم فکتور هغه حقه داعیه ده، که خدای مکړه اسلامي امارت داعیه په حقه نه وای، موږ به د مشهود او خورا برالا بریاوو شاهدان نه وو، دوهمه خبره داده چې مجاهدین الحمدلله د اطاعت او وفادارۍ په کار کې هم خورا پياوړي دي چې د الهي نصرت سبب ګرځي، بل مهم علت يې د وحدت او اتفاق ساتل دي چې الحمدلله په ډير ښه شان يې ساتلی دی.

دمشرانو اوکشرانو سره د قربانۍ روحیه او له ولس سره ښه او نرم چلند هم ډير تأثیر لري.

په انفرادي لحاظ مجاهدین باید لا هم ډيره تقوا، دیانت، امانتداري او دالله تعالی اوامروته پام زیات کړي او له ولس سره نرم او اخلاقي چلند ته ډير متوجه ووسي، په جمعي لحاظ لا ډير اطاعت، وحدت او اتفاق، درګذشت، تحمل، د دښمن په وړاندې د ښو پلانونو طرحو او عملي کولو او د دښمن له ضعیفو نقطو څخه ښه استفاده، د مسئولینو او عامو مجاهدینو حفاظت ته ښه توجه داسلامي لښکر د بریا لامل دي.

د ټولو پورته کارونو په سر کې استقامت، صبر، حوصله، د الله تعالی څخه د بریا انتظار او د الله تعالی سره د تعهد نوي کول هغه څه دي چې لاهم د مجاهدینو د لابریا سبب به ګرځي. ان شاءالله

پوښتنه

په پای کې که د اسلامي امارت د ویاند په حیث زموږ لوستونکو ته څه پیغام لرئ، مهرباني وکړئ؟

ځواب

له لوستوالو څخه مې هیله داده تر ممکنه حده د مجاهدینو وروڼو عملي حمایت وکړي، د بریا او کامیابۍ لپاره يې دعا وکړي، یا اقلا په مجاهدینو پسې بد ونه وايي، د دښمن د تبلیغاتو تر تأثیر لاندې رانشي، د اسلامي امارت په مشرانو بدګمانه نشي.

جهاد د ټول ملت فریضه ده، تنها د طالب او د ملا کار نه دی، د ملت هر قشر مسئولیت لري چې د اسلامي نظام د اعاده کولو او د خپل هیواد د آزادۍ او استقلال ګټلو په کار کې ونډه ادا کړي، په فکري او عملي لحاظ د مجاهدینو سره همکار شي، او دالله تعالی د دین د ژغورلو په لاره کې خپل مسئولیت درک او ادا کړي.

د اسلامي امارت د مجاهدینو ټولې قربانۍ د ټول ملت لپاره دي، دین د ټول ولس راسره شریک دی، هیواد د ټولو هیوادوالو راسره شریک دی، نو باید ټول يې د نجات په فکر کې وه اوسو.

هغه افراد چې د دښمن د پروپاګند فریب يې خوړلی، د دښمن په صف کې دریدلي، یا یوه نوعه د دښمن له پروګرامونو څخه حمایت کوي او یا ورته خوشبینه دي او یا دڅو پیسو په تمه ورسره ولاړ دي هغوی باید له خپلو کړنو توبه وباسي، الله تعالی نه عذر وغواړي، خپل فکر بدل کړي، او ځان د الله تعالی د دین د دښمنانو په قطارکي ونه دروي. والسلام

وما علینا الاالبلاغ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *