دوشنبه , 19 فبروري 2018
کورپاڼه / خبرونه / طالبان : د نفوذي عسکر جنازه خاورو ته سپارل شوې
22815314_531017590581312_8514340521861186261_n

طالبان : د نفوذي عسکر جنازه خاورو ته سپارل شوې

طالبانو په يوې خبرپاڼه ويلي دي چې هغه دسرتيرې جنازه خاورو ته سپارل شوى چې د لغمان به گمبري ډاگ کې ١٣ امريکايي سرتيري وژلي دي
هغه نفوذي عسکر چې په لغمان کې يي ۱۳ امريکایان وژلي وو خاوروته ورسپارل شو
پنځه ورځې وړاندې په (٢٠١٧/١٠/٢٢م) نیټه يو با احساسه او نفوذي مجاهد عسکر چې د لغمان ولايت گمبیري ډاک د سیلاب قول اردو دننه يې دنده ترسره کوله په امریکايي عسکرو داخلي برید وکړ چې له امله يې ۱۳ افسران او عسکر ووژل او ۲ نور ټپيان کړل.
له پيښې څخه وروسته امریکايي عسکرو د یادې پيښې له واقع کیدو څخه چورلټ انکار وکړ.
په عين وخت کې په یاده قول اردو کې یو داخلي مسئول ومنله چې له امریکايي عسکر سره د یو افغان عسکر شخړه راغلی.
بل پلو تیر ماښام ۷ بجې د دغه نفوذي مجاهد (ذبیح الله د محمد کبیر زوی) چې د ننگرهار ولایت دخوږیاڼو ولسوالۍ د ټټنګ پتو کڅ کلي اوسیدونکي وو، جنازه يې پخپل پلرني کلي کې ترسره شوه او د سیمې د سلګونو خلکو په حضور کې خاوروته وسپارل شو.
دغه نفوذي مجاهد عسکر له ډيرې مودې را په دې خوا په سیلاب قول اردو کې د همداسې یوې شیبې لپاره انتظار کړی وو او د برید په ورځ يې د خپلې پیکا ماشیندار د سلگونو مرميو څخه ډک ججوری د امریکايي سرتيرو په هغه ډله باندې تش کړ چې په یاده قول اردوکې استوګن ول.
وروسته پخپله نفوذي مجاهد ذبیح الله هم د نورو عسکرو لخوا په شهادت ورسید.
انا الله و اناالیه راجعون
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۹/۲/۷هـ ق

۱۳۹۶/۸/۵هـ ش ــ ٢٠١٧/١٠/٢٧م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *