چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / د امريکا د نوې ستراتيژۍ پېل له ولس وژنې وشو
160927025905_trump_624x351_getty

د امريکا د نوې ستراتيژۍ پېل له ولس وژنې وشو

 

سرليکنه

امريکا چې پر افغانستان دشپاړو کالو په دوران کې کومې بمبارۍ وکړې او افغان ولسي وگړي يې ووژل دروسانو ديرغل پر مهال دومره مرګ ژوبله نه وه شوې او نه روسان  تر شپاړسو کالو پورې په افغانستان کې په جگړه کې پاتې شوي وو .

له يوې خوا په افغانستان کې دامريکا په مشرۍ تر شپاړسو کالو پورې پاتې کيدل او له بلې خوا دامريکا دهوايي ځواکونو او ځمکنيو عملياتو په دوام سره افغان ولسي وگړو ته دمرګ ژوبلې کچه ورځ په ورځ زياتيږي  چې دا مهال دجگړو له امله په هېواد کې له  ٥٥ زرو زياتې کورنۍ خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي چې په راتلونکى يخ ژمې کې دژوند لپاره دسر پناه ځايونه او خوراکي توکي نه لري .

دامريکا په نوي ستراتيژۍ کې امريکايي  هوايي  ځواک ته واک ورکړل شوى دى چې په خپل باور او صلاحيت په هر ځاى کې چې وغواړي بمبار کولاى شي او هم د عملياتو په دوران کې چې له کومه ځايه چې دمقابل لوري لخوا پرې بريد وشي که ولسي وگړي هم پکې ميشت وي تر اور لاندې نيولاى شي .

دروانې اوونۍ په سر کې چې دافغان او بهرنيو پوځونو لخوا دننگرهار ولايت مومند درې ولسوالۍ په ٢٩ وياله کې دشپنيو عملياتو په نامه ديوې کورنۍ ٧ تنه ولسي وګړي ووژل شول  په دغه  سيمه کې د مرگونو په تاريخ کې بله مرگونى پېښه نه وه شوى .

دننگرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ ولسي وګړي په دومره بې دردۍ سره دنوى ستراتيژۍ په عملى کولو سره ووژل شول چې يواځې دننگرهار ولايت او يادې ولسوالۍ غم ځپلې کورنۍ نه وه بلکه ټول هېوادوال يې دغم پر ټغر کېښنول .

امريکا چې تل يې  په افغانستان کې دسولې پر ځاى په جگړه او دجګړې په دوام ټينگار کړى غواړي دنوې ستراتيژۍ په نامه چې طالب مشرانو او جنگي قوماندانانو دنيولو لپاره کله جنگي شخصي کمپنيو سره دقرار داد او کله دځانگړو کوماندويانو دراتگ  هڅي کوي ددې ټولو هڅو څخه په افغانستان کې دولسي وګړو وژنه او دجگړې د دوام لپاره زمينه برابرول دي .

که امريکا دخپلې نوې ستراتيژۍ دوام دافغان ولسي وګړو په وژني کې بولي دا به ورته ډيره  گرانه  تمامه شي ځکه دټول هېواد دکرکې او نفرت سره به هم امريکا او هم افغان حکومت مخ شي اوس خوبه هېواد کې هغه پلويان لري . کوم چې دغړو شرکتونو ، دندو او قرار دادونو زمينه يې ورته برابره کړيده که په نوي ستراتيژۍ کې دحکومت په داخل او امريکا پلوو کورنۍ ووژل شي بيا نو دنن ورځې دژوند سهولتونه که هرڅو با ارزښته شي دکورنۍ له غړو يې ارزښت زيات نه دى او پر خلاف به  يې د مومند درې  دولسي وگړو په څير راپورته او لاريونونه به پيل کړي .

 

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *