چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / سرلیکنه / اشرف غني په غم کې سندري وايي
60A08397-5D6E-4E31-B908-5CDE338FFA8B_w1023_r1_s

اشرف غني په غم کې سندري وايي

سرليکنه

دافغانستان او جنوبي اسيا لپاره چې دامريکا جمهور رئيس ټرمپ دوه مياشتې  ستراتيژي وځنډوله او دسلاکارانو ، پوځيانو او سياستوالو سره له مشورو وروسته يې نوي ستراتيژي جوړه کړه چې په نوي ستراتيژۍ کې سولې ته ځاى نشته يواځي د جگړى دوام په کې ځاى شوى دى .

په کابل کې پر پوځي محصلينو بريد نوي ستراتيژۍ په بدل کې دنورو بريدونو په څير بريد ؤ چې ديوې مياشتى راپديخوا زيات شوي دي

دمخه هم په هېواد کې په حکومتي پوليسو او پوستو بريدونه کيدل خو دنوى ستراتيژۍ داعلان وروسته دطالب مشرانو په وينا چې بريدونه زيات شوي دي دامريکا دنوي ستراتيژى غبرگون دى چې طالب وسله وال يې  په مقابل کې  غوره کړى  دى .

تېره ورځ اشرف غني په يوه غونډه کې وويل چې طالب وسله وال دى له جگړې لاس واخلي له طالبانو يې دجگړې دپاى ته رسولو غوښتنه وکړه

ددې نه دا څرگنديږي چې داشرف غني بادار امريکا په نوي ستراتيژى کې دجگړې په دوام دافغانانو مرگ ژوبله په کورونو کې وير ماتم وي  او اشرف غني پکې دسولې سندري وايي

سوله او دسولې سندرې په خوښيو کې وي په غم ، وير ، ماتم ، جنازو او د وينو په سيلاب کې خنداگانې  او سندرې  نه وي خو دا چې اشرف غني ولې په غم کې دسولې سندرې وايې تراوسه يې د ټرمپ نوي ستراتيژۍ ته په غور سره نه دى کتلي چې په نوي ستراتيژۍ کې افغان ولس لپاره بې دغم او وير بل څه نشته

دجگړې په دوام کې سوله هيڅ وخت نه راځي سوله هغه وخت راځي چې دجګړې د دوام لاملونه له منځه يوړل شي .

دافغانستان لپاره په کابل کې دامريکايي  او ناټو پوځونو قوماندان جنرال نکولسن وايي  چې په راتلونکي ژمي  کې به طالب وسله والو ماتوي

دا د امريکايي  پوځي مشرانو او په کابل کې يو دبل پسې بدليدونکو جنرالانو دهر کال ويناوې دي  خو دکال په پاى کې چې له کابله دناکامۍ پښې سپکوي اعتراف وکړي چې دوخت په نوو او عصري جنگي وسايلو د افغانانو په وژلو مو بيا هم جګړه ونه گټله

له کابله دجګړې د ناکامۍ عمل نامه له ځانه سره وړي خو  د ټرمپ په نوي ستراتيژۍ کې په افغانستان کې د جگړې په دوام ټينگار شوى دى

ټرمپ هره ورځ د افغانانو له کورونو دجنازو په پورته کلو سره دوير او ساندو غوښتونکى دى

اشرف غني په همدې کورونو کې دسولې سندري غواړي خو دسولې دسندرو دويلو اختيار ورسره نشته که کومه ورځ دافغانستان مسئله افغانانو ته په واک  کې ورکړل شي او  پريښودل شوي  خپله پريکړه په خپله وکړي نو  هغه ورځ به جگړه پاى ته رسيدلي وي ځکه هر افغان هغه که دحکومت مخالف وي او که په حکومت کې له مجبوريته کار کوي په افغانستان کې دسولې او امن غوښتونکى دى .

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *