چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / طالبان او شین منافقت
4bmxf8bf344274r8ve_800C450

طالبان او شین منافقت

ابن مبارک احمدزی

د افغانستان په اوسنۍ جګړه کې دوه لوري ښکېل دي.یو طرف ته طالب دی او بل طرف ته د کابل مزدوره اداره او ناټو ګۍ. خبره اوس دا ده چې د افغانستان ولس له چا سره دی؟
یوه ډله کسان د طالبانو مالي او فکري،عقيدوي او مفکوروي ملاتړ کوي،بله ډله د کابل ادارې سره ولاړه ده او په هر وخت کې يې هر اړخیز ملاتړ کوي.یوه بله ډله ده چې ځان ته بې طرفه وايي،وايي چې زه نه په طالب کې يم نه په دولت کې،خو زه دا خبره ورسره نه منم،ځکه چې د د نیا ټولنیز تاریخ که وګورو دا خبره دومره معیاري ارزښت نه لري.
د مستضعفو او بې چاره خلکو حساب جلا دی چې قرآن عظیم الشان کې يې هم یادونه شوې،خو هغه ډله چې د کابل په اداره کې کار کوي،قاضي،مامور،رئیس،مدیر او معاون وي،او بیا چې د دريځ څرګندولو ځای شو وايي چې نه په طالب کې یم نه په دولت کې.
هغه وخت چې په ځينو سیمو کې د کابل د ادارې عسکر مسجد،ښځو او او ارزښتونو ته سپکاوی کوي.یا د دوي د بریدونو په نتیجه کې یوه لویه غمیزه رامنځ ته کېږي نو همدا ډله چې ځانونه بې طرفه بولي خیاطۍ ته شروع وکا،وايي یاره ټول اصلي ملامت خلک طالبان دي،ځکه که طالبانو جنګ نه وای کړی،طالبانو اول ډزې نه وې کړې او که طالبانو د خلکو د کورونو په منځ کې ځای نه وای نیولی نو ولې به دا غمېزه رامنځ ته کېدلی.په دې پېښه باندې د زړه له کومي خپه یم او د راتلونکي لپاره که داسې څه رامنځ ته شول نو طالبان به یې مسؤول وي،ځکه که دوی سوله وکړي او جګړه پرېږدي داسې به و نه شي.
خو بل پلو کله چې د طالبانو په فدايي بریدونو یا ماینونه کې د کابل ادارې عسکر هدف ګرځول کېږي همدا بې طرفان مبارکان د وژل شویو عسکرو د ماشومانو،لور ګانو،کور او کلي عکسونه خپاره کړي.دا دی ماشوم یې یتیم شو،ښځه يې کونډه شوه،کور ترې پاتې شو،نوی یې واده کړی و ناوې ترې پاتې شوه.
یا که طالبان چېرته ډلییز استشهادي بریدونه وکړي لکه نن چې يې پکتیا کې کړی و.همدا بې طرفان مبارکان ګرځي ګرځي چې د یوه ټپي شوي ماشوم یا ماشومې عکس پيدا کړي،چې کله یې پیدا کړ آتي يې بابولالو ته غوږ شه! دی به وي همدا تصویر به وي چې ښکته پورته کوي به یې،چې هله جګړه ناروا ده،د جګړې نوم ناروا ده،کور دې وران شه پاکستانه،د جنت لپاره مې د هېواد ماشومان شهیدان شول،پلانکي ته يې هغه بله ورځ کوژده وکړه دا دی نن په ارمان لاړو،په نن ورځني برید کې دا مسجد ویجاړ شوی دی،په ننني برید کې دغه غریب سړی چې هره ورځ به یې خپلو ماشومانو ته څو روپۍ روزي ګټله هم شهید شو. داسې ده هسې ده او نورې بابولالې…

بې طرفو ملګرو!
ږیره به مو جار سم! د بې طرفۍ په لباس کې ځانونه او فکرونه مه پټوئ.دا هېڅ امکان نه لري چې تاسو دې یا د طالبانو یا هم د کابل ادارې ملاتړي نه وئ.که یې ښکاره ملاتړ نه کوئ نو زړه کې خو به خامخا لږ څه یو طرف ته تمایل لرئ! که يې ښکاره نه وایاست نو زړه کې خو به د طالبانو په بریدونو یا هم د عسکرو په بریدونه خوشحالېږئ! ستاسو بې وسې او مظلومیت استثنا ده خو دا چې د دنیا هر څه لرئ او امکانات درته مهیا دي او بیا هم ځان ښکاره نه ښایاست چې څوک یاست او د چا ملګري یاست دا نو لویه بې انصافي ده.
د طالبانو د بریدونو پر مهال هم کونډې در یادې شي او هم یتمیان،هلته د عسکرو په بې وسئ او فقر باندې توجېهات کوئ چې یاره د څو افغانیو لپاره هلته تللي وو،خو چې وار د عسکرو شي بیا هم پړه یې په طالبانو ور واچوئ چې یاره ملامت هم دوی طالبان دي،ځکه که دوی د پردو په اشاره جکړه و نه کړي داسې پېښې به و نه شي.
زه بیا هم درته وایم،ستاسو په ملاتړ یا نه ملاتړ نه طالبانو ته کوم تاوان متوجه دی او نه عسکرو ته کومه مثبته ګټه کوي،ځکه ستاسو اصلي څېره پټه ده او طرف مو نه دی مالوم.نو لطفا ځانونه مه خرابوئ.یو طرف ونیسئ او که یې نه نیسئ نو په دواړو باندې یو ډول انتقاد کوئ، د دواړو لوریو په بریدونو کې د وژل شویو افرادو تصویرونه بدرګه کړئ،دواړو ته په یوه سترګه وګورئ کنه تاریخ به ستاسو په هکله منفي یادونه وکا.
درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *