چهارشنبه , 22 نوومبر 2017
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / په افغانستان او عراق کې څه نه دي تر لاسه شوي
qudratullah hadad new image

په افغانستان او عراق کې څه نه دي تر لاسه شوي

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

نړۍ خوړونکيو او د هغو لاسپوڅو څه تر لاسه کړل؟ ويجاړه نړۍ ناويساکيدل او کرکه . خسره الدنيا ولاخره  تاريخ ته مختورن .

جنرال پتروس ،چې په عراق کښې د امريکا لوى قومندان دى د سپټمبر په ١٠ ګانګريس او سناته خپله کتنه وويله : چې څه ښه شوي ، بارې بشپړ برې نه شي تر لاسه کېداې ډير وخت او ډيره خواري  غواړي او د فوځ ايستل دې  په څو پړاونو پيل شي ، د ده په وينا او راپور هو يا نه تر غوږ نه شو.

په افغانستان کښې هم ،چې د کرزي خبرې لنډې شوې او دې په منډه د غازي لوبغاړي وايستل شو دا د ده ماتې ده  تاريخ کښې نور او بيا ټينګيداې نه شي له ده سره ټول په زر او زور دريدلې دي دولت ، حکومت هر څه پاى ته رسيدلي ، امريکا ناټو هم  څومره بهرني دي لکه مړپړ چپه کاکل هغه څه به ونه شي څو څښتن تعالى يې ونه غواړي  بن لادن د ٩/ ١١ (سپټمبر يولسمه ٢٠٠١)  په شپږم کال ځان وښود او داسې خبرې يې وکړې لکه چې د مدرسې زده کونکيو ته خبري کوي او دوي يې اسلام ته وبلل. پښتانه په دي بريالي دي چې د دوې ژوند د صبر او قناعت سره پيل شوى دى.

که په ګنج د شاهي فخر شهريار کا

عاشقان يى د دلبرو په رخسا کا

روهيلي سندرې ولولئ، چې دا هم زمونږ د ژوند برخه ده

غم به د چا په ځان پيرزو شي

زه د يارغم د خپل مرض علاج ګڼمه

غم به د غمه امان غواړي

زه هر کلې د خپل اشنا غم ته کومه

پښتانه يې که  له رحمان بابا اوري يا له روهيلي سندرو، دوى د قناعت خلک دي بيا په قناعت کښې هم يوه خبره ده

قناعت مې تر خرقې لاندې اتلس دى

پټ له درست جهان پادشاه ظاهر ګدايم

پادشاهي په زړه ده ، پانګې او د نورو په وينو نه دى هر څه ته ټيټيدل پښتو نه ده بش او ديک چيني د عراق تيلو ته پلمه جوړه کړه اوس د امريکا خلک پوه شول چې له دوى نه يې مخ واړاو. نوري نړې کښې هر چا خپلې ملي  ګټې وساتلې مشرف اوکرزې دواړه په اورکښې ودريدل ځکه دوى تکيه په څښتن تعالى نه وه خپلو خلکو ته يې د امريکې چاړه ښودله .

بيلتانه  دي داسې  چارې وکړې

ځان يې ملا کړته يې غل د کلې کړينه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *