سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / طالبان: ترڅوچې بهرنيان موجود وي جګړه به روانه وي

طالبان: ترڅوچې بهرنيان موجود وي جګړه به روانه وي


په قطرکې د راتلونکو مذاکراتو لپاره د بين الافغاني پلاوي لست بشپړشويدى او هم طالبان وايي چې مذاکراتو ته ‏به دوام ورکړي خو هغه څه لاپاتې دي او تراوسه پورې پرې د دواړو خواؤ موفقه نه ده شوې کومه چې د ‏امريکا ځانګړې استازي خليلزاد رسنيو سره ياده کړيده .‏
د مخه خليلزاد ويلي وو چې د نورو موافقو ترڅنګ د طالب مرکچيانو سره په افغانستان کې په اوربند هم خبرې ‏کوي خو تراوسه پورې د طالبانو لخوا د اوربند په اړه د خليلزاد د وينا تائيد نه دى شوى.‏
د بلې خوا د همدې ستونزې په اړه خليلزاد د طالب مشرتابه څخه په خپل ټويټر غوښتي چې په قطر کې کيدونکو ‏مذاکراتو کې خپلو مرکچيانو ته د اوربند واک ورکړي څو په افغانستان کې د اوربند په کيدوکې خبرو ته دوام ‏ورکړو خو روسي خبري اژانس سپوتنيک د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په حواله ليکلي چې ترڅو په افغانستان ‏کې بهرني پوځونه موجود وي جګړه به روانه او د بهرنيوپوځونو په موجوديت کې هيڅ وخت اور بند نه شي ‏کيداى.‏

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *