سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / طالبانو د ارگ د مرکچي پلاوي په اړه غبرگون ښودلې

طالبانو د ارگ د مرکچي پلاوي په اړه غبرگون ښودلې

طالبانو په يوې خبر پاڼې کې د ارگ د مرکچي پلاوي په اړه خپل غبرگون ښودلې

چې تاسې ته کټ مټ خپروو

د قطر بین الافغاني کانفرانس په اړه د اسلامي امارت د ویاند وضاحت
لکه څرنګه چې هیوادوال خبر دي د قطر هیواد په مرکز دوحه کې د روانې اپریل میاشتې په شلمه او یويشتمه نیټه یو بین الافغاني کانفرانس جوړیدونکی دی، د یاد کانفرانس په اړه باید وضاحت ورکړو چې د دې کانفرانس منتظمینو په لیکل شوي بڼه او مخامخ خبروکې د دې ټکي سپیناوی کړی چې په دې کانفرانس کي به څوک د کابل ادارې نمایندګي نه کوي، که د ماسکو د کانفرانس په ډول د کابل اداري د کوم شخص نوم د ګډونوالو په لیست کې وي هغه به په شخصي ډول شرکت کوي او شخصي نظر به وایي، هیڅوک د کابل د ادارې نمایندګي نشي کولای.
داچې د کابل ادارې په یاد کانفرانس کې د دوه نیم سوه کسانو لیست خپور کړی، د کانفرانس تنظیمونکي یواځې له کابل څخه د دومره ډيرو کسانو د منلو پلان نه لري او نه هم په داسې کانفرانسونو کې دا ډول ګډون دود دی.
د دغه نوملړ څخه د محدود شمیر سیاسي او قومي مخورو نومونه په نهايي شوي لیست کې شتون لري چې یواځې هغوی به اشتراک کوي.
د کابل لیست جوړونکي باید درک کړي چې دا په یوه لیرې خلیجي هیواد کې منظم او پلان شوی کانفرانس ده، نه د کابل په کوم هوټل کې د واده او کوم بل مناسبت بلنه او میلمستیا.
د دا ډول لیستونو له ترتیب او نشر څخه ښکاري چې د کابل اداره له ورته غونډو او د سولې په برخه کې له پرمختګ څخه ویره لري او په دې حرکاتو یې د تخریب هڅي کوي.
ذبیح الله مجاهد داسلامی امارت ویاند
۱۲/۸/۱۴۴۰هـ ق
۲۸/۱/۱۳۹۸هـ ش ــ

٢٠١٩/٤/١٧م

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *