سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / عطا نور د ارگ له نوملړ سره مخالف څرگند کړ

عطا نور د ارگ له نوملړ سره مخالف څرگند کړ

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر ویلي، نوموړی د قطر په پلازمېنه دوحه کې د هغه کنفرانس د ګډونوالو له لېسته ملاتړ کوي چې ټاکل شوې ده راتلونکې جمعه ترسره شي.

په دې لېست کې، چې د ارګ لخوا اعلان شو، د ۲۵۰ کسانو نومونه راغلي. ټاکل شوې ده چې دا کسان به دوحه کې له طالبانو سره پر افغان سوله خبرې کوي.

خو ښاغلي کرزي زیاته کړې چې له پخوا یې پرېکړه کړې وه چې دې کنفرانس کې به پخپله دی ګډون نه کوي. خو دا ګډون له کنفرانس سره د مخالفت په معنا نه دی.

بل لور ته د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس عطا محمد نور د کنفرانس د ګډونوال له لېست سره مخالفت څرګند کړی دی.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د دوحې کنفرانس ګډونوالو هغه نوملړ ردوي چې ولسمشرۍ ماڼۍ خپور کړی دی. نوموړی زیاتوي، د ارګ په لیست کې هغه کسان شامل دي، چې حکومتي چارواکي دي او یا د ارګ د خوښې وړ کسان دي.

د ښاغلي نور په پیغام کې ویل شوي، لیست کې ټولنیز انډول ته پام نه دی شوی او د جهاد او مقاومت برخې ته اهمیت نه دی ورکړل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *