سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / افغانان خپله خاوره چاته نه پريږدي

افغانان خپله خاوره چاته نه پريږدي


ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

هغه دا نه دي ويلي که ستاسو چمن ته دا راغلل داپريږدئ هغه بل مه پريږدئ هرڅوک ،چې زمونږ حريم ته راشي او بوخڅۍ لټوي، دروازې ماتوي هغه به نه پريږدئ ، څښتن دې څوک دتاريخ مختورن نه کړي. دتاريخ مختورن نه شي سپينيداى ،شرميدلي به وي .
بيدل وايي :
تابع همچون خودى بودن زنابينايي است
درحقيقت کهنه (١) کور است که گويى نوکر است
که څوک لکه ځان دبل تابع وي ړوند دى
په حقيقت کښې زوړ ړوند دى چې وايي نوکر دى
دافغان په ملي تاريخ کښې نوکري او او پردي چمن ته راوستل خيانت دى اوخاين ملي خاين بلل کيږي او داڅوک افغان نه شي بللى افغانستان په دروند خوى په نړۍ کښې اوڅار دى .
په هغې نقشې کښې ،چې داتلانتيک په مجلې کښې چاپ شوې ده ،په هغې کښې پرسيا، چې دايران نوم دى، دافغانستان په لور غوړيدلى ايستل شوى دا،چې دايران تلويزيون کښې وويل شول ،چې افغانان خپله خاوره چاته نه پريږدي، داښه خبره ده. په همدې توگه دافغانستان شمال هم دى که څه هم نقشې ډېرې جوړې شوي ،بيا پاتې نه دي ،سخي جان ،چې حضرت علي (ک ) دى په بلخ کښې دى ،احمدشاه بابا په هرات کښې زيږيدلى دى . په نقشې کښې کردستان لوى هېواد شوى دپښتونستان په نوم يو هېواد ښودل شوى له کندهار تر اټکه دانقشې به جوړيږي بيا پښتانه په خپله ملي نقشه پوهيږي .
دانگليسانو سياست داو،چې کله به يې دايران پام دهرات لوري ته واړاو څو وکولاى شي په خليج کښې دځان لپاره ځاله ولټوي . روسانو هم داکول ،چې د ايران په شمال کښې يې سيمې تر لاسه کړې ؛نو ايران به يې دهرات په لوري هڅاو ،چې په دې توگه دايران شمالي پراخې سيمې تر لاسه کړې. هغه سيمې ،چې دکسپين په څنډو کښې وې لکه آذربايجان ،داغستان اونور… روسيې او فرانسې هم غوښتل ،چې هند ته لار ومومي دايران دهغه مهال قاجاري پادشاهانو سره هريوه معامله وکوله.
افغانستان هم خپلې سيمې له لاسه ورکړې دافغانستان پادشاه لوړ درشل شاه زمان دايران پادشاه آقامحمد قاجار ته وويل : له ده سره دې لاس يو کړي څو انگليسان له هندڅخه وشړي ،دايران پادشاه ونه منله . دايران پادشاه بلخ او بخارا غوښتل، دايوه تاريخ خبره ده،چې شاه زمان دايران پادشاه ته وويل ،چې زه او ته مسلمانان يو بويه يو لاس واوسو ،چې داروپايانو او روسانو مخه ونيسو دايران دپاشاه ځواب داو،چې دين اوسياست بېل دى داخبره انگليسانو ده ته په ذهن کښې ورکړې وه ،داده تراوسه يې داسلامي يووالي لاره بنده کړې ده .
ميرويس نيکه او احمدشاه بابا دواړو دملي ځمکني سياست ( جيوپولتيک ) لپاره لاره درلوده ،چې دې باندې به څېړنه وشي.
خدايا تو اين شاه عالي تبار
که باشد فلک رابه او افتخار
بر اورنگ شاهى بدارش مدام
به حق محمد عليه السلام
دا،چې احمدشاه بابا ته خلکو دولايت عقيده درلوده؛ نو ده ته يې بلنه ورکوله، چې دوى پخپله ولکه کښې ونيسي او ددې خبرې لپاره تاريخي سندونه شته او ډېر دي .
پښتو ژباړه :
خدايه ته دغه سپېڅلى پادشاه
چې فلک ورباندې وياړي
پر شاهي اورنگ يې تل لره
دمحمد عليه السلام لپاره
١- کهنه په لغت کښې زوړ دى په اصطلاح کښې دبې ننگ په ځاى راځي دکابل په دري کښې شته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *