سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / ملګري ملتونه: د لیبیا په جګړو کې ۱۴۷ کسان وژل شوي دي

ملګري ملتونه: د لیبیا په جګړو کې ۱۴۷ کسان وژل شوي دي

د ملګرو ملتونو اړوند د روغتیا نړیوال سازمان ويلي دي ، د لیبیا پر پلازمینې طرابلس د ولکې په موخه د سیالو ډلو ترمنځ په جګړو کې تر دې دمه ۱۴۷ کسان وژل شوي دي.

دا اداره وایي، د جګړو له پیله تر اوسه په دې جګړو کې شاوخوا ۶۱۴ کسان ټپیان شوي هم دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په لیبیا کې پر ښکېلو لوریو غږ کړی دی چې له زغم څخه کار واخلي

. ویل کېږي چې کله ناکله زیانمنو کسانو ته د مرستې رسولو پر کاروانونو هم بریدونه کېږي

چې یادې ادارې دا عمل غندلی او د جګړې له دواړو لوریو یې غوښتنه کړې ده چې امبولانسونو او روغتیایي کارکوونکو ته له زیان اړولو څخه دې ډډه وکړي.

یاده اداره دغه راز وایي چې په دې جګړو کې شاواخوا ۱۸زره کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *