سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / د طالبانو په مرکچي پلاوي کې به ښځې هم وي

د طالبانو په مرکچي پلاوي کې به ښځې هم وي

د ګارډین بریتانیايي ورځپاڼې د خبر له مخې، د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي «د قطر د دوحې په غونډه کې به د طالبانو په پلاوي کې ښځینه استازي هم وي.»

ده د ښځو د نومونو او شمېر په اړه څه ونه ویل خو یو شمېر نور طالب سرچینو ویلي چې د طالبانو په ۲۵ کسیز پلاوي کې به ۷ تنه ښځې وي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د طالبانو په پلاوي کې د شاملو ښځو په اړه وویل«دا ښځې د طالبانو د جګپوړو مشرانو له کورنیو سره خپلوي نه لري، دوی عادي افغانانې دي، د افغانستان له داخله او بهره هغه ښځې دي چې د اسلامي امارت ملاتړ کوي.»

د ګارډین پر اساس، د طالبانو ویندوی ویلي چې دوی د ښځو په اړه خپل هغه دریځ بدل کړی چې په نوي یمه لسیزه کې یې له واک ته رسېدو وروسته خپل کړی و.

ذبیح الله مجاهد وايي چې نجونې تعلیم ته هڅوي او د اسلام په چوکاټ کې د ښځو حقونه مني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *