سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / قطر ته به د ارګ او سیاستوالو دوه جلا جلا پلاوي ولاړشي

قطر ته به د ارګ او سیاستوالو دوه جلا جلا پلاوي ولاړشي

 د ارګ او سیاستوالو دوه جلا جلا پلاوي به راتلونکې پنجشنبې قطر ته ولاړ شي او هلته به له طالبانو سره ګډه غونډه وکړي. تر وړمې ورځې د حکومت او سیاستوالو ترمنځ اختلاف و او دوی بریالي نه شول چې ګډ پلاوی وټاکي، نو سیاستوالو پرېکړه وکړه چې دوی به له حکومت پرته غونډې ته ورځي. له دې پرېکړې وروسته حکومت اړ شو چې یو پلاوی وټاکي. معلومه نه ده چې په دغه پلاوي کې څوک دي، خو اوس هم په دې تړاو ډېرې پوښتنې  او اندېښنې شته.

تمه وه چې حکومت به یو پلاوی وټاکي او د دغه پلاوي غړي به د سیاستوالو او نورو فعالینو په ترکیب کې قطر ته لاړشي. په دې ډول به هم حکومتي استازي په غونډه کې وي او هم به طالبان حاضر شي، چې له حکومتي پلاوي سره وګوري.

ویل کېږي چې طالبانو منلې وه چې که حکومتي استازي په لوی پلاوي کې ورشي، نو دوی ورسره خبرې کوي. داسې ښکاري چې حکومت لا هم په دې اړه ستونزه لري، ځکه د مصالحې په عالي شورا کې دوی بریالي نه شول، چې یو پلاوی وټاکي او د سیاستوالو توافق پرې واخلي. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *