سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / په پاريس کې پخوانۍ کليسا سوځيدلې

په پاريس کې پخوانۍ کليسا سوځيدلې

د پاریس تر ټولو لویې او٨٥٠ کلنه نوتردام کلیسا یوه لویه برخه پر اور سوځيدلې ده

د اور لګېدو لامل دا په گوته شوې چې اور د ترمیم پرمهال د روانو چارو له کبله رامنځ ته شوی وی.‌
د اور وژنې ماموران هڅه کوي د کلیسا منځ‌ کې هنري اثارو ته د اور د لمبو مخه ونیسي.
چارواکو ویلي، د کلیسا د ودانۍ دوه لوی څلي روغ پاتې دي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون دا یوه غمجنه پېښه بللې ده.‌
د اور په اړه پلټنه پیل شوې ده. د کلیسا د بیا رغولو لپاره هم کمپاین پیل شوی دی او پیسې راغونډېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *