سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / هرات باندې څوخبرې !

هرات باندې څوخبرې !

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

د ١٣٨٦ ل کال دکب څلورمه وه ،چې دايران ( تهران ) له تلويزيون څخه هرات باندې خبرې کيدې. دا،چې افغانستان باندې نولسمې پېړۍ کښې دروسيې ،انگليس او دايران دقاجاري پادشاهانو ترمنځ څه تېرېدل هغه باندې يې خبرې کولې، دخبرو په پاى کښې يې داوويل ،چې نولسمې پېړۍ کښې ،چې انگليسانو په افغانستان کښې ماته وخوړه بيا په دوه يمه جگړه کې ميوند کښې يې څه وليدل ؟ دايې وښودله ،چې افغانان دنوروحکومت او تيرى خپلې خاورې کښې نه مني . بيا يې شلمې پېړۍ کښې دپخواني شوروي روسيې تېرى او دافغانانو مقاومت اودشوروي اتحاد دامپراتورۍ ماتيدل وښودل په دغې تبصرې کښې، چې دتهران له تلويزيون خپره شوه داسې څه نه و،چې دافغان ملي تاريخ ته کومه ناسمه خبره وي .

دغې تبصره داښودله ،چې يوويشتمې پېړۍ کښې دامريکا اواروپا تېرى هم نه مني او مقاومت روان دى .تاسې وگورئ ،چې امريکايانو اوس په افغانستان کښې داسې يو دولت په ډېر پوځي قوت درولى دى . هغه افغان تبعه، چې دغه دولت کښې دي لکه جمهور رييس ،مرستيالان ،مشاوران ،کابينه ،ولسي جرگه ،مشرانو جرگه ،واليان ،ملي اردو او ملي پوليس، چې ياديږي ټول دتاريخ په کومه برخه کښې دي ؟ هغوى ،چې دغه دولت نه مني او په مقاومت کښې دي، په کومه برخه کښې دي ؟ دملي تاريخ داپرېکړه ده ،چې دملي اتلانو نوم به دچا وي او ملي خاينان به څوک وي ؟ تاريخ څوک گټي ،هغه خلک ،چې اوس له کرزي سره دي ،وايي دوى جهاد کړى او روسان يې مات کړي ،دوى دروغژن دي. اوس څه کوي اوچېرته دي ؟ که روسان يې پردي بلل امريکا يې خپل خپلوان دي ؟ په دې کښې دوى دخپل ملت ميرڅمن دي اود دوى ځاى په ملي تاريخ کښې دملي خاينانو په کيل (رديف) کښې دى .

پښتانه پوهيږي رحمان بابا څه ويلي :

چې زما په چمن راشي گستاخي کړي

دشبنم په څېر يې عمر يو زمان کړې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *