سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / غوټۍ خاورې نه غوښتل چې شفاهي ادبيات خاورې شي

غوټۍ خاورې نه غوښتل چې شفاهي ادبيات خاورې شي

س ، سيرت

د يوې ټولنې کلتور چې مونږ ورته په پښتو ادب کې رسم ، رواج او دود وايو په عربي کې ورته( ثقافت)  وائي په انګريزي کې ورته (کلچر)  په نورو ژبو کې بيلا بيل نومونه  لري  چې يويې هم  کلتور دى

کلتور فرانسوي کلمه ده چې دڅو لسيزو راهسې ورته په افغانستان کې غير پښتانه (فرهنګ)  هم وائي.

 کلتور که  له  يوې خوا يوه ټولنه له بلې  سره يوځاى کوي خو همدا کلتور دى چې د ټولنو ترمنځ په جدا والي کې لوى لاس لري چې پر بيلا بيلو برخو ويشل شويدي  او هره برخه ئې دانساني ژوند برخه ده.

 په معنوي لحاظ کلتور  علم ، فلسفې ، هنر ، ژوند ، سياست ، افکار ، ژبې او عقايدو ته ويل کيږي

 وزير محمد ګل خان دکلتور کلمې  ته (هڅوب) وايه خو دکلتور د کلمې  سره دافغانانو که څه هم فرانسوي کلمه  ده ذهني اړخ لګولى ؤ او دود ئې ونه موند .

په انساني ژوند کې دانسان ټولې خواوې په کلتور ، دود يا( ثقافت)  را څرخي چې همدا دود له مخه يا په بله اصطلاح لرغوني  زمانه کې په دوو برخو ويشل شوى  چې فولکور به هم ورته ويل کيده په فولکلور کې نسبت (ليکنيزې)  برخې ته شفاهي ( وييزه) برخه زياته وه  چې په پښتنه ټولنه کې شفاهي ادبيات مونږ ته سينه په سينه را پاتې دي او د وخت په تېريدو سره شفاهي ادبيات ولسي بڼه غوره کړه چې غوټۍ خاورې خپلې پښتنې ټولنې ته په شفاهي ادبيات کې ډير کار کړى  دى او دپښتنو دبيلا بيلو قومونو شفاهي ادبيات ئې په ولسي ساده ژبه راټول کړي دي.

 ځينې تاريخپوهان وائي  کلتور لا تيني کلمه ده او نورو ژبو ته په بيلا بيلو لارو رسيدلې ده خو په پښتو ادب کې په درې واړو نومونو ، رسم ، رواج او دود پيژندل کيږي.

 که يو شمير ليکوالو په پښتو ادب کې په ليکنيزه توګه هڅې کړي دى غوټۍ خاورې بيا په شفاهي ادبياتو دومره کار کړي چې نورو پښتنو ښځينه ليکوالو نه دې کړى خپله غوټۍ خاورى دشفاهي ادبياتو په اړه ليکلي زه نه غواړم شفاهي ادبيات خاورې شي  او هغه چې په سينو کې خاورې شوي  پښتو ادب ئې بيا نه شي ترلاسه کولې

غوټې خاورى چې اوس خاورو ته ولاړه دخپلې پښتنې ټولنې دودونه ئې دشفاهي ادبياتو په نوم راټول کړي دي او خاورې  کيدو ته ئې نه دى پريښې.

 غوټۍ خاورى په پښتو کې شفاهي ادبيات دفولکلور تر بريده رسول غوښتل په ١٨٤١م کال کې و_ج ماتوس دفولکلور په نوم اوږده ليکنه وکړه چې وروسته په لندن کې دفولکلور په نوم يوه ټولنه هم جوړه شوه په شفاهي ادبياتو کې دغوټۍ خاورې وروسته بل ليکوال يا ليکوالې دومره کار ونه کړ چې شفاهي ادبيات په ادب کې وده وکړي که شفاهي ادبياتو ته دغوټۍ خاورې په څېر کار شوى واى نو د لومړۍ  نړيوالې جګړې وروسته به دفولکلور په څېر شفاهي ادبياتو دايرلنډ په څېر به ډيرو هېوادونو کې وده کړې وه .

غوټۍ خاورې شفاهي ادبياتو ته چې څومره کار کړيدى هغه ئې دپښتو دود په ريښتنې توګه معرفي کړى دى دلرغونى زمانې شاهي دربارونو کې به يو شمير درباري شاعرانو بې ځايه مدحې کولې دخپلې نمړۍ دغړولو لپاره به ئې غوړمالي کوله چې په ليکنيزه بڼه به څرګنديدل خو شفاهي ادبيات دزړه او خولې په يووالي سره له هرې تمې ، بې پروا په ازادانه توګه ويل کيدلي چې تراوسه مونږ ته په اصلي شکل سره راپاتې دي .

په شفاهي ادبياتو کې غوټۍ خاورې دا ځانګړتيا په ګوته کړي چې چاپلوسي په کې نشته په خپلې ملي پښتنې او سپيڅلې غرور چې څه تېر شوى ويل شوى  لکه دا متل ( چې غل نه ئې له پاچا هم مه ويريږه ) منظوم ادبيات ، منثور ادبيات ، رمزونه ، کنائې ولسي سندرې ، لنډۍ ، منظوم متلونه ، منثور متلونه ، تمثيلي متلونه کيسه ئې متلونه ، تلميحي متلونه ، عادي متلونه ، خالونه ، سندرې ، لنډکۍ او نورو برخو کې شفاهي ادبيات په پوره تفصيل سره دټولنې خامۍ په ګوته کوي او په سوچه جملو کې ئې دهر چا تر غوږه رسولي .

غوټۍ خاورې په پښتو ادب کې په شفاهي ادبياتو سره دمېندو سندرې ، دماشومانو سندرې ، دځوانانو سندرې ، دښځو سندرې ، دنجونو سندرې چې په بيلا بيلو لهجو ويل  شوي راټولې کړي دي او تر ټولو غوره خدمت ئې پښتنې ټولنې ته ورکړى چې سندرى ، ساندى ، دعاوې ، ښيراوې  ، مشورې ، مرکې ئې داسلام د مقدس دين په رڼا کې څرګندې کړيدى او پښتانه ئې تر هر چا پر اسلام سرښندونکى نړۍ ته ور پيژندلى دى .

غوټۍ خاورې دننګرهار ولايت د روداتو ولسوالى اوسيدونکى شاولي خان  لور وه لومړنۍ زده کړى ئې دکابل جمال مينې په لومړني ښوونځي او بيا درابعه بلخې له ليسې څخه  په لومړۍ درجه فارغه شوه  دافغانستان راډيو تلويزيون ويانده او هم ئې په کابل کې دپښتو ادبيات يې  په لومړۍ درجه سرته ورسول په علومو اکاډمۍ کې ئې په بيلا بيلو لړو علمي ادارو کې دنده ترسره کړه .

غوټى خاوري دشفاهي ادبيات ، دننګرهار او خلکو ولسي نکلونه ، دپښتنې فولکلور جامع کتابتون ګډه پروژه ٢٠٠٠ پښتو لنډۍ په ولسي او ليکوالي ژوند کې دفولکلور اغيز کتابونه ليکلي دي غوټۍ  خاورې تيره اوونۍ په هندوستان کې دورپېښې ناروغۍ له امله د ٥٨ کالو په عمر له دې فاني دنيا څخه دتل لپاره سترګې پټې کړې  په کابل کې يې خاورو ته وسپارله .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *