سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / پومپیو:ونزویلا سره به مرستې ونه سپموو

پومپیو:ونزویلا سره به مرستې ونه سپموو



د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پاراګوای او پېرو ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې امريکا به یې له ونزویلا سره د مرستې په موخه ټول اقتصادي او سیاسي وسایل وکاروي.

په ونزویلا کې وروسته له هغه سیاسي کړکېچ خپل اوج ته رسېږي چې د نیکولاس مادورو د واک پر ضد خلک لارو کوڅو ته راووتل او د یاد هېواد د پارلمان رییس خوان ګوایدو یې د خپل هېواد د و لسمشر په توګه اعلان کړ.

خو د امریکا روسیې او چین په ګډون نورو پیاوړو هېوادونو پکې مداخلې پیل کړې، ځینو یې د مادورو او ځینو هغو بیا د ګوایدو د ملاتړ غږ پورته کړ چې له دې سره په یاد هېواد کې سیاسي حالات لا وپېچل شول. روسیه، چین، کیوبا او ایران د نیکولاس مادورو او د ځینو اروپایي هېوادونو په ګډون امریکا بیا د ګوایدو ملاتړ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *