سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / پخلاینې مشرتابه شورا دخبرو پلاوى ټاکلى

پخلاینې مشرتابه شورا دخبرو پلاوى ټاکلى

د افغانستان یوې حکومتي سرچینې ويلي دي چې د ‘پخلاینې مشرتابه شورا’ سره له څو ورځنیو غونډو وروسته یې د قطر ناستې ته شاوخوا ۱۵۰ کسیزه نوملړ چمتو کړی دی.

سرچینه زياتوي ، په دې نوملړ کې شاوخوا ۴۰ ښځې، ځینې وزیران، والیان او د سیاسي ګوندونو مشران شامل دي.

په پام کې ده چې د قطر ناسته د روانې اپرېل ماشتې پر ۱۹مه تر ۲۱مې پورې د قطر پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

د طالبانو یوې سرچینې ویلي، یادې ناستې ته د دوی له خوا هم چمتووالی روان دی چې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړو او په قطر کې د دغه دفتر د غړو په ګډون به شاوخوا ۲۵ کسان برخه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *