سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / د سولې مذاکراتو ته يوه کتنه

د سولې مذاکراتو ته يوه کتنه

س ، سيرت
د دريمګړي مذاکراتو اصول : د دوه لورو ترمنځ چې داختلاف يا جګړې وروسته د مذاکراتو نوم اخستل ‏کيږي دعام ولس او حکومتي کسانو په ذهن کې دعدالت او نيک نيتۍ فکر ضرور موجود وي ځکه ‏دريمګړي ته ثالث هم ويل کيږي دريم ګړي يا ثالت کړنه داوي چې په اختلاف اخته دواړو لورو ترمنځ په ‏ټولو بين المللي اخلاقي ، انساني، اساسي او شرعي اصولو مذاکرات پيل کړي .‏
که په يادو اصولو کې دريمګړي ياد اصول په نظر کې ونه نيسي يا دکوم لوري پلوي وکړي بيا ئې ‏مذاکرات ګټورې پايلى نشي ترلاسه کولاى او نه ورته د دريمګړتوب يا ثالثۍ مذاکرات ويل کيږي
‏ ثالثۍ په مذاکراتو کې دکاميابۍ مهم شرط تضمين دى که مذاکره کوونکى دريمګړي دمعاهدي يا ‏پريکړى تضمين ونه لري هغه مذاکرات له جګړې زيات تاواني تماميږي
‏ اکثر وخت زور واکى هېوادونه دکمزورو هېوادونو سره د مذاکراتو وروسته له شوې موافقې انکاري کيږي ‏لکه په ٢٠١٥ م کال دجولائي په مياشت کې دايران او دامريکا په ملتيا د ٥ هېوادونو لخوا داتومي قوت ‏په کنترول او پر ايران داروپائي هېوادونو دبنديز د لرى کولو دموافقې چې ټرمپ انکار وکړ دا ټول هغه څه ‏دى چې تضمين په کې نه دى اخستل شوى او مذاکرات ناکام وګرځول شول دريمګړى لخوا چې دچا په اړه ‏چې مذاکرات کيږي هغه بايد دا اصول د مذاکراتو دکاميابۍ لپاره په نظر کې ونيسي . ‏
‏١- په يوه لوري نه بلکې په دوړو لورو د نه سرغړونې باور ‏
‏٢- ددريمګړي دپريکړې درناوى کول‏
‏٣- د مذاکرتو او روغې وورسته د دواړو لورو څخه دښو اړيکو ساتلو تضمين که په درى واړو کې يو هم په ‏نظر کې ونه نيول شي بيا د دريمګړى لخوا مذاکرات نشي کاميابيداى بايد د مذاکراتو دمخه دريمګړى ‏يا ثالث په دې اصولو کار پيل کړي اکثر وخت زورواکي هېوادونه خپلې ګټې په جګړه او سوله دواړو کې ‏ګوري دامريکا جمهور رئيس ټرمپ ته د چې نظاميانو دجګړې دګټلو باور ورکړ په ٢٠١٨ دجنورۍ ‏دمياشتى په ٣٠ ئې واشنګټن کې يوه غونډى ته وويل طالبانو سره خبرى نه کوو په زور به ئې له ‏افغانستان څخه باسو خو چې په جګړو کې ئې تاوان ماتې وليده اوس دخپلو ګټو په خاطر په سوله ټينګار ‏کوي وائي له افغانستانه دخپلو پوځونو دوتلو مهالويش ټاکلو ته هم تيار يو تر ټولو لومړى بايد دريمګړي ‏د مذاکراتو دکاميابۍ لپاره د دواړو لورو نظرونه په کامله توګه ترلاسه کړي چې دواړه لوري څه ډول ‏مذاکرات کوي ؟ کوم ډول مذاکرات دکاميابۍ لاره ده ؟ او کوم ډول مذاکرات د دواړو خواو ترمنځ شته ‏ستونزه يا جګړه پاى ته رسولاى شي . ‏
تېر کال د مارچ په مياشت کې دجنوبي اسيا لپاره دبهرنيو چارو د وزارت مرستيالې وزير ميرمن ايلس ‏ويلز وويل امريکادافغانستان دمسئلې دسياسي حل غوښتونکى ده خو طالبانو بايد دامريکا پر ځاى ‏دافغان حکومت سره خبرې وکړي چې دوه ورځي وروسته طالبانو له ديني علماء کرامو وغوښتل چې ‏دافغانستان مسئلې ته دسياسي حل نه بلکې په شرعي حل او نظر ورته وګوري چې دواړه نظرونه يو دبل ‏مخالفت او تراوسه پورې مذاکرات دکاميابۍ درشل او رسيدو ته نه دي پريښي .‏
د ثالثۍ د مذاکراتو نور اصول دادي چې دريمګړى بايد ددوه په جګړه اخته لورو ترمنځ باصلاحيته او ‏تجربه لرونکى ټيم ( اشخاص) ولري چې ددواړو لورو (فکر) هدف ، کړنو ، باور عمل څخه ډاډمن وي بيا ‏دې د مذاکراتو پيل کوي که دا اصول په نظر کې ونه نيول شي مذاکرات به ئې غوره پايلى ونه لري او د بيا ‏جګړو امکانات به رامنځ ته شي . ‏

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *