سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / مونږ پښتانه شريعت او خپل دستور لرو

مونږ پښتانه شريعت او خپل دستور لرو


ارواښادقدرت الله حداد( فرهاد)

وستل يا دېره همدا ده چې ما پنځۀ څلويښت کاله دمخه په کونړونو کې ليدلى وه داختر شپه ماښام ځوانان لوړو ته وختل او لګولې شونټې يې په لاسونو کې وې هره خوا رڼا رڼا وه ماشومانو خوشحالۍ کولې چې سبا اختر دى دا يو اريايي دستور و چې په مهمو حالاتو کې بۀ يې خلک خبرول او دخوشحالۍ دپاره همداسې دستور و په جګړه يا بل حالت به دهغه داور دستور په شاني ماتل داخبره کوله چې پښتون په عمل او کړنې پښتون دى نه په نسل او وني ، دکونړنو ساپيان به په کې ډيروو
يوه بله به وکړم استاد احمد على خان کهزاد په واقعات بآلاحصار کې ليکلي چې ١٨٤٢م ١٢٢١ لمريز دلړم په مياشت کې چې انګليسان وتل دکابل دښار ځوانان غرونو ته ختلي و اورونه يې بل کړي و چې دپرنګيانو دوتلو دخوشحالۍ اعلان په همدې شانې وکړي په همدې کال چې ليکوال کونړو ته تللى و مرحوم حاجي اکبر خان دمزار شريف له تبعيده راغلى و ما له مخه نه پيژانده سپين ږيرى و دخمتا کالي يې اغوستي و چې دومره نوي او پاک نه ښکاريده وروسته پوه شوم چې مشر همدى دى هلکانو ته يې وويل ميلمنو ته کالي راوړئ مونږ دغضب دريشي ګانې اغوستې وې .
نوي دښه ټوکر کالي يې ورته راوړل مونږ په دې دستور هم نه پوهيدو چې مشر څنګه مهربان وي بيا له ميلمنو سره سبانارى دومره مفصل و چې داميرانو وي زه کابل ته راغلم دکټار او گمبير تر عنوان لاندې مې دسفر يادونه وليکله دزيري په جريده کې چاپ شول جريده حاجي صاحب ته رسيدلې وه او دغه مضمون چا حاجي صاحب ته ولوست .
حاجى صاحب اکبر خان خپلو زامنو ته وويل تاسې ماته ولې نه و ويلې چې دى داسې سړى و چې ما يې عزت کړى واى ما چې داخبره واوريده ويل مې ښه شوي و ما دمشر يوه نمونه وليده او تل مې هڅه کوله چې دحاجي دستور پر ځاى کړم خو چيرته ؟
شريعت پښتوولي او عياري ( ځوانمردي ) سره وګورئ پښتونولي او ځوانمردي او ميړنتوب څو اسلامي شريعت ته نژدې وي ؟
په شلمې پيړۍ کې کمونيزم و ټوکيده اسلام يې مخې ته ودريد قران پاک ثابت و حديث او اجماع امت . بيا دا نور لکه کومه شول ؟ تبليغ او تعصب يوځاى شول حال دا چې څښتن تعالى پاکتيانو ته مخکې له مخکې هدايت کړيدى په دې اعتراض څله کيږي ؟ مونږ پښتانه شريعت او خپل دستور لرو ديوانو او شيطانانو سره زمونږ جګړه ده دا مو دستور دى امن ملک کوډاخيل ويل : وطن مور ده مور چاته څوک نه پريږدي ؟
داخبره مې له ده د مرګ په کټ کې واوريده چې دستور و دا مهال روسان افغانستان ته راغلي زمونږخپل افغانان ، پښتانه گل گل ورته گډيدل
گرم شه
لاگرم شه
اى د ازادۍ
لمره!
کمونستي يې کولې خپل عزيزان يې دروسانو په چړو حلال کړل . بيا دامريکې ناټو اتحاد په اروپا بيا هغه انګريز دى بې ايمانه بې دستوره افغانان بيا په نڅا خولې شول
يوه ورځ( پاپا غلام محمدفرهاد) د تفکر په سمندر کې ډوب و بيا يې وويل :
زمانه بدله شوې هغه څوک چې دوطن خاوره په خپلو وينو ساتي هغه ته مرتجع وايي او د وطن دښمن يې بولي او هغه څوک چې خپل وطن په شرابو خرڅوي هغه دوطن دوست دى .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *