سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / د سولې مذاکراتو ته يوه کتنه

د سولې مذاکراتو ته يوه کتنه

س ، سيرت

د منځګړتوب مذاکرات

د دوه په اختلاف يا جګړه کې اخته لورو ترمنځ دمنځګړتوب مذاکراتو ته باالواسطه مذاکرات هم ويل کيږي چې اکثروخت داختلافاتو او جګړو پاى ته رسيدا لپاره په منځګړتوب يا باالواسطه مذاکرات کيږي .

 د قومونو داختلاف د له منځه تللو لپاره چې څومره مذاکرات شوي دى هغه اکثر دواړو لورو ته ديوه باوري شخص په ځاى  باوري هېواد يا دملګرو ملتونو په کور (انګړ) کې کيږي چې دملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه په ګډ کور کې مذاکراتو ته اوليت ورکوي څه وخت چې پر افغانستان پخواني شوروي پوځونو يرغل کړي ؤ او بيا په افغانستان کې دجګړې پاى ته رسيدو او روسيې يرغل دخاتمي اوله افغانستانه دوتلو معاهده وشوه چې دهغې معاهدې له مخې روسيې پوځونه دروسيې جنرال ګروموف په مشرۍ سرماتي او غاښ ماتي له افغانستانه ووتل .

په بالواسطه يا منځګړتوب مذاکراتو کې لومړى  د دواړو لورو غوښتنو او نظر ته توجه ورکول کيږي چې دمنځګړو لخوا ددواړو لورو په غوښتلو او نظر پوره غور کيږي دا ډول مذاکرات ډير وخت نه اخلي منځګړي کوښښ کوي چې دواړو لورو ته دمنلو وړ پريکړه وکړي که په دې مذاکراتو کې چې دواړو لورو په منځګړو باور کړى وى او منځګړى د دواړو لورو ګټې او تاوانونه په نظر کې ونيسي مذاکرات ډير ژر کاميابيږي تر هر څه باالواسطه مذاکرات غوره وي چې په سياسي ميدان کې پرې تل جګړى پاى ته رسيدلي دي دتاريخ په رڼا کې به جګړو سياسي مسئلى حل شوى نه بلکې نورې هم پيچلي شويدى خو په سياسي توګه باالواسطه مذاکراتو کې ټولې ستونزى هواريږي .

دباالواسطه مذاکراتو که څه هم ځنې وخت ئې حل زياته موده ونيسي خو په هماغه اندازه ګټې هم لري . په ځيني وختونو کې باالواسطه مذاکرات پدې وخت واخلي چې منځګړى اشخاص غواړي په کامله توګه په جګړه کې دښکيلو لورو په نظرونو ځانونه پوهه او د دواړو لورو غوښتنونو ته هم قانع کوونکى دلايل ولري چې دا ډول مذاکرات اکثر وختونو کې په بيلا بيلو دورو ويشل کيږي

 په باالواسطه مذاکراتو کې لومړي منځګړي په خپلو کې دنظرونو په اړه غونډه  کوي دويمه غونډې کې  ناواسطه يې  واوري  چې څرنګه دواړو  يا يو لورى دسخت دريځ نيول  رانرم کړل شي دويمه ناسته ئې داوي چې دتېرو دوو ناستو يا غونډو ګټورې پايلى وارزوي اوپه دريمه غونډه دپرمختګ زمينه برابره کړي دافغانستان او امريکې ترمنځ چې لومړى باالوسطه مذاکرات وو په دريم پړاو کې ئې مخامخ مذاکرتو ته لاره هواره کړه چې دادى اوس دطالب مشرانو او امريکه دمرکچيانو ترمنځ مخامخ مذاکرات روان دي خو هغې پړاو ته ندى رسيدلي چې په افغانستان کې ئې دتلپاتې سولې او جګړې دپاى ته رسيدا تمه ترې وشي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *