سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / اشرف ترکانو ته کلکه ماته ورکړه

اشرف ترکانو ته کلکه ماته ورکړه

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))

نن چې د ٢٠٠٨ م کال د مارچ ديارلسمه ده ، په کابل کښې امريکايي ټانکونه وېجاړ شول ، طالبانو پړه په غاړه واخيسته ويې ويل : د دوو ټانکونو وېجاړه سپاره امريکايان ټول وژل شوي دي .

د حامد کرزي دولت امريکا اروپا نه شي ساتلاى او که چېرې هره ورځ خلک د مرگ کومې ته ځي داسې دولت چې د هغه بېړۍ په وينو کښې گرځي په داسې حال کښې اويا زره بهرني پوځ وسره ولاړ دى ، دوى دې دولت بولي خو دولت نه دى ، دامريکا اروپا ملگرو ملتو ته بې آبي ده ، همدا وجه ده چې خلکو سپينو امريکايانو سره پرې کړه .

نور ورسره مرسته نه کوي، نوى پړاو پيل شو ، کاناډا کښې خلک دا نه غواړي چې عسکر يې افغاسنتان کښې وژل کېږي ، اروپايانو هم دا نه ده منلې ، کوم ښاغلى سړى کولاى شي دا وژنې او ناکامۍ ومني ؟ دامريکا لوى قوماندان په عراق کښې هم خپله دنده پرېښوده ، لکه چې ليدل کېږي ، د دوى حکم خپل خلک نه مني او يو نړيوال اوښتون په لار دى اوس به وگورو په اتلسمې پېړۍ د ترکانو ماته د هالنډيانو له خولې ده .

د ١٧٢٦ م کال د نوامبر په اتمه د ترکانو د عثماني امپراتورۍ لښکرې او شاه اشرف له لښکرو ترمنځ جگړه وشوه ، په داسې حال کښې چې د شاه اشرف لښکر څلوېښت زره و ، او د ترکانو دوه سوه زره، اشرف ترکانو ته کلکه ماته ورکړه ، د ترکانو دېرش زره پوځ ووژل شو ، توپخانه يې هم ترې ونيوله ، د ١٧٢٦ م کال د نوامبر په اولسمه شاه شرف له ستر بري سره اصفهان ته راغى او خلک په بې ساري توگه د ښار په يو مېلې کښې د ده هرکلي ته ورغلي و ، په نهو ورځو کښې يې دومره لويه فتحه تر لاسه کړه اوس پانگه واله نړۍ ، امريکا ، اروپا ، ملگري ملتونه چې وايي اويازره د افغانستان اردو ، اتيازره بهرني ائتلاف او اته کال نښتې په همغه ځاى ولاړې دي ، همالته دي چې و .

دومره بې تميزه شوي چې د امريکا سپينو ته رايه نه ورکوي ، چې دوى دا اوږدې جگړې پيل کړي ، جگړه چې د شاه اشرف وه چې اته ورځې يې ونيولې ، دغه معلومات د سترگو ليدلي شاهدانو دي چې د دوکتور ويليم فلو له کتابه اخيستل شوي دي :

زه رحمان د هغه حسن ثناخوان يم

چې جرگه د عاشقانو وي پرې پنډه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *