سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / سلايډ / رحمان بابا د دنيا او عقبى شاعر

رحمان بابا د دنيا او عقبى شاعر

س، سيرت

په عربي ، فارسي ، پښتو او نوورو ژبو کې چې تراوسه کومو شاعرانو دخپل فکر ، سبک او هنر له مخې څومره شاعري  کړيده د خپلې ژبې او ادب په ډګر کې يې ډير پرمختګ ته  زمينه برابره کړي ده چې دهمدې شاعرانو په شاعرۍ او د تاريخپوهانو په هڅو  ادب تر مونږه  را رسيدلى دى .

 ځنې پوهان په دې عقيده دي چې د نړۍ په ادبي تاريخ کې دځينو ليکوالو ليکلي اثار او شعري ټولګي دومره مشهورې شوي دي  که دا اثار او شاعري له ادبياتو وايستل شي د ادب تاريخ به نيمګړى شي.

 ځينې تاريخپوهان وائي  چې دمخه په سنسکريټ ژبه دکيسو ليکل شوي اثر ( پنچاتنترا) په نثر کې لومړى مقام او  ٢٠٠٠ کاله  تاريخ چې له سنسکريټ نه عربي ، فارسي ، هندي او نورو ژبو ته ژباړل شويدى

 خو دلته صوفي شاعر عبدالرحمن بابا دشاعرى پښتوادب د په شعر سره دومره خړوب کړى دى او په نړۍ کې ېې  پښتو دنورو ژبو سره دومره سياله کړيده چې  بې له عبدالرحمن بابا شاعري نيمګړې ده

 دعبدالرحمن بابا په شاعرۍ کې دا ځانګړتيا شته چې ددنيا او عقبى شاعري ئې کړي  ده د ولس لپاره ئې په ولسي ژبه دنياوي  او اخروي مسايل بيان کړيدى .

رحمان بابا خپل ولس او نړيوالو ته اخلاقي ، هنري  ، ديني ، کلتوري مذهبي او اخلاقي شاعري کړي خو داخلاقي انحرافاتو څخه ئې په مکمله توګه ډډه کړيده.

 په خپله شاعرۍ کې يې تر زمري زړور خيال ځاى کړى دى  خو ځان ته ئې زمرى نه دى ويلى په ټوله شاعرۍ کې ئې دکوم قوم ، ژبې ، نسل او خيل دکمزورتيا او سپکتيا  يادونه نه ده کړې  نه ئې  دچا مد حه کړى او نه ئې کوم بادشاه ، مالدار ، زور ورته  خوشامندي  کړي ده پدې بيت کې دخپل خوى او خصلت په اړه وائي .

هم په مدحه هم په هجوه ښه پوهيږم

ولې نه يمه په دې چارو خور سند

د صوفي شاعر عبدالرحمن بابا ټوله شاعري دمقدس اسلام په اصول ، پښتنې رواياتو ، غوره اخلاقو او پښتنې دود  ولاړه ده  چې د پښتو ادب زيات متلونه ئې دشعر په ژبه ژوندي ساتلي دى وائي :

تر ورخ تيرې اوبه بيرته نه جار وزي

نه جار وزي تېر ساعت په بېرته بيا

دپښتو ادب نورو شاعرانو په خپلو شعرونو کې دليلا ، مجنون ، ادم خان ، درخانۍ او نورو مينه يادوي خو عبدالرحمن بابا خپله مينه تر ټولو غوره ګڼي او هم خپله مينه  زياته سوچه او وفادار بلي وايي .

زما  او  ستاو نندارې  ته به حيران وو

که ژوندي واى ادم خان او درخانۍ

په هند کې مغلي بادشاهانو په خپلو امپراطوريو کې زيات ظلمونه کول خو په خپلو کې هم په مخالفتونو اخته وو که څه هم دپښتنو دازادۍ نهضت او دمغلو پر خلاف مبازره درحمن بابا زمانې  د مخه شروع شوې ده خو رحمان بابا په خپلو شعرونو کې دشا عالم وحشت او وينې تويونې  او د اورنګزيب بادشاهي له خپلې ملنګۍ سره  هم  ياده کړې ده وائي :

اورنګزيب که د ډيلي په تخت نازيږي

خپله خونه هر ګدا لره ډيلې دى

عبدالرحمن بابا دخپل غريب ولس په حال وائي :

که همه عمر باران ورباندې اوري

لا ګرمي ئې په صورت کې د آفتاب وي

رحمان بابا ته چې د دنيا او عقبى شاعر ويل کيږي هغه په دې دليل چې فلسفي ، مفکر او يو عارف شاعر ؤ ځان ئې دهيڅ ډلې او قوم پورې نه تاړه .

زه عاشق يم سروکار مې دى له عشقه

نه خليل نه داودزى يم  نه مومند

په شاعرۍ کې يې  خپله مفکوره تر لمر ځلانده ښودلې  ده د په  اشعارو کې  تصوفي ، اجتماعي ، اخلاقي ، بشري او عرفاني ښکلا دومره زياته ده چې هر منکر ورته دقناعت سرخوزولى دى .

چې منکر پرې اعتراض کولى نشي

دادى شعر دى رحمان که اعجاز

د رحمان بابا که شاعرۍ ته ژور نظر وکړل شي تر دنيا ئې د عقبى زياته يادونه کړې  ده ټوله کاميابي د عقبى ښوولى ده

د خپل عاشقانه روح په بډاينې سره ئې عشق او مينه دخداى ج  د فريضو او واجباتو په تله درنه تللې ده

هيڅ ئې مه پوښته دفرضو له واجبه

په هغو چې عاشقي کړه خداى واجبه

د عبدالرحمن بابا د اشعارو هره برخه له ښکلا ډکه ده خپله ئې په هکله وائي

هم نغمې کاندي هم رقض کا هم خاندي

درحمن په شعر ترکې د باګرام

ددنيا په اړه رحمن بابا ډير ژور نظر کړى  دى چې هغه هم په حقيقت کې دعقبى لوري ته هڅونه ده وائي
ښه ده ښه ده دا دنيا

چې توښه ده دعقبى

درحمن بابا ټوله شاعري اسلامي اصول  او قواعد دي چې په منظوم شکل سره وړاندې شوى دى او يوازې دپښتو ادب نه بلکې نورو ژبو ويونکو زړونو کې ئې هم لارې کړي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *