سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې / نوى کال،نوى پړاو نوې خبره

نوى کال،نوى پړاو نوې خبره


ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
دا دى يوه اوونۍ پاتې ده چې لمريز هجري کال نوى شي ، (١٣٨٧) افغانستان باندې د پانگه والې نړۍ له بريد او جگړې اوه کاله تېر شوي ، اتم ته کال روان دى ، چېرته اروپا ،امريکا، کاناډا چېرته افغانستان ؟ چې دېرش کاله يې په جگړو اوښتي دي .
د نياو ، انصاف ، انساني کرامت ، د بشرحقونوڅرک نه لگي ، بيا نوى پړاو پيل شو او دا ډېره غوره او مهمه ده ، دامريکې له ټاکنو د جمهوري رياست دپاره په هلو ځلو کښې څرگنده شوه ، په امريکې کښې درې سناتوران ، دغې څوکې ته چې د جمهوري رياست دى دردېدلي دى ، دوه سپين ، يو تور.
په دوو سپينو کښې يوه مېرمن د کلنټن د پخواني جمهور رييس ښځه ده له دې سره يو تور سناتور او باما دى دواړه ديموکراتان دي او سناتور ميکن جمهوري پوله دى .
نوى پړاو کوم دى ؟ دمېرمن کلنټن سناتور هيلري يوې مرستيالې جرالدين فيرير و له دې لاس واخيست چې هيلري کلنټ ره دانتخاباتو په گټلو کښې مرسته وکړي ، ددې دليل دا و چې دامريکې خلکو تور سناتور اوباما ته رايې ورکړې دې وويل : ځکه خلک اوباما ته لاړل چې تور پوټکى و ، نوى پړاو په دې نړۍ کښې همدا دى .
د بوش اته کلنې جمهوري رياست کښې افغانستان او عراق باندې بريدونو ټول بشري اصول ، انساني کرامت تر پښو لاندې کول ، شکنجه د خلکو د خوب کوټو ته په نيمه شپه کښې ورننوتل ، د شپې لخوا بمونه غورځول ، د مېرمنو صندقونه لټول هېڅ اخلاقي خوا پاتې نه شوه
نو د سپين پوټکو عالي نسبونه ! د خلکو زړه تور شو سناتور اوباما ته يې رايې ورکړې او سپينه مېرمن چې د جمهور رييس کلنټن په مهال دامريکې لومړۍ مېرمن وه هغه يې په نيمه لار کښې پرېښوده ، دا هغه کرکه ده چې نړۍ کښې د سپين اروپا امريکا ، کاناډا په مخامخ کښې موندل شوي وه ، کوم مقاومت چې افغانستان کښې طالبانو او پښتنو وکړو ، په نړۍ کښې يې دامريکا اروپا ملي حيثيت ته تاوان ورساوه ، څنگه چې سکندر يوناني ډېر ملکونه ونيول په افغانستان کښې وځنډېد خپلې مور يې وويل : ولې دومره وځنډېدې؟
زوى يې وويل : دلته هر سړى سکندر دى ، له ډېرې مودې دا سوال و.
دوه يمه لويه جگړه په پنځو کلو کښې خلاصه شوه د افغانستان جگړه اتم کال ته وخته دنړۍ زبر ځواک خو همدغه و چې افغانستان ته راغلل .
لومړى پخواني شوروي اتحاد بيا امريکا دوى کښې د ننگ خبره نه وه ، په اتلسمې پېړۍ کښې لښکرکښ بيا ستپوه پادشاه اشرف ، د ترکيې عثماني امپراتورۍ ته ماته ورکړه ، تر کانو سوله وکړه .
او داعلحضرت شاه اشرف پادشاهي يې په رسميت وپېژندله ، ځکه د ترکيې امپراتوري نوره ړنگېدله ، څنگه چې د پخواني شوروي اتحاد امپراتوري ړنگه شوه .
گرباچف دافغانستان جگړه د ځان دپاره يو سرطاني ټپ وباله خپل عسکر يې وايستل ، امريکا اروپا اوس ټينگ دي چې جگړه افغانستان کښې وغځوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *