سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / سلايډ / سولې او مذاکراتو ته يوه کتنه

سولې او مذاکراتو ته يوه کتنه

س ، سيرت

سياسي مذاکرات : په افغانستان کې دامريکا په مشرۍ دناټو غړو هېوادونو روانې جګړې دسياسي حل مخه نيولې ده په اصل کې امريکا نه غواړي په افغانستان کې دسياسي مذاکراتو له ليارى سوله او امن رامنځته شي

 دافغانستان مسئله څه نا څاپي پېښه يا جګړه نه ده چې دپولو يا دبلې کومې پېښې له امله جګړه رامنځ ته شويده  

امريکا دبين المللي اصولو پر خلاف پر افغانستان پوځي تيرې وکړ او تر نن ورځې پورې دامريکا دپوځي تيرى له امله جګړه روانه او د مذاکراتو مخه ئې ډپ کړيده

 په کومو هېوادونو کې چې داخلي ستونزې را ولاړې  شوي وي او يا پرې دبهرنه تيرې شوي وي دجګړو او اختلافاتو له منځه وړلو لپاره لومړي سياسي مذاکرات پيل شي خپله سياسي مذاکرات په دوه ډوله دى کومې مسئلى چې په داخل دهېواد کې وي دهغو په حل کې دهغه هېواد داساسي قانون څخه په ګټه اخستنه ستونزې حل کيږي

خو دسيمې  هېوادونو چې په کوم سياسي فکر خپلې ستونزې حل کړي وي پيروي ترې کيداى شي البته دستونزو او په ځانګړى توکه دسياست له پلوه چې دکومو ستونزو دحل لپاره موندل کيږي دهر هېواد سياسي ، قانون ، دين او کلتور ته درناوي په نظر کې نيول کيږي .

دويم دنورو هېوادونو سره دستونزې حل کې سياسي مذاکرات چې په کې دريمګړي ته اړتيا شته  دريمګړي  هېواد يا هېوادونه به د يوه هېواد ستونزه دبل هېواد سره په سياسي مذاکراتو حل کوي خو دملګرى ملتونو دتصويب شوي قانون په رڼا کې په تيري کوونکي هېواد ته د تيرې گوته  نيول کيږي اوس په افغانستان کې روانو سياسي مذاکراتو ته په کتو سره په قطر کې روانو مذاکراتو کې بايد دامريکا تيرې او په افغانستان کې دمرګ ژوبلې تر څنګ اړول شوو تاوانونو ته هم نظر کول لازمي دي چې امريکائي دپوځونو ايستل سره جبران کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *