سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / سولې او مذاکراتو ته يوه کتنه

سولې او مذاکراتو ته يوه کتنه

س ، سيرت

د مذاکراتو په اړه مو که  د مخه لنډه تاريخي ليکنه تر سترګو تيره شوى وي چې کوم ډول مذاکرات ديوه هېواد او ټولنې په ګټه تماميږي ؟

 هغه مذاکرات چې په جګړه او اختلاف اخته ښکيلې خواوې يو د بل شرطونو ته درناوى وکړي او يوازې د هېوادونو نه بلکې دسيمې او نړۍ امن په ګډه سره په نظر کې ونيسي  مذاکرات لازماً کاميابۍ  ته رسيږي مذاکراتو ته په انګريزي Negotiation  ويل کيږي همدا Negotiation لاطيني کلمه  ده په لاتيني ژبه کې چې دا دا کلمه  زياته استعماليږي دهغې مانا داده چې کوم کار يا موضوع بنده ، تړل شوي ، ناشونې او نا امکانه شي په Negotiation سره حل کړل شي چې اوس په زياتو هېوادونو کې د مذاکراتو په وسيله خپلې لا ينحله  ستونزې سره حل کيږي  خو په افغانستان کې مذاکراتو دجګړې په څير دوام موندلى دى

 په نورو هېوادونو کې دمياشتو او کلونو جګړې ديوې يادوو ورځو په مذاکراتو سره حل کيږي  خو بدبختانه   د افغانستان مذاکراتو هم دجګړې لورى خپل کړي دى او په دوام ئې دهېواد په بيلا بيلو سيمو کې جګړى بيا زور واخيست بمبارۍ او بريدونه د پخوا په څېر افغانان وژني .

مذاکرات په اصل کې دوه ډوله وي که په حقيقت کې دواړه لوري ئې په اخلاص عملي کړي  دجګړې مخه به ونيول شي

د مذاکراتو ماهرين چې دنړۍ دورانۍ او جوړونې تجربي لري په دې عقيده دي چې دا کلمه  په خپل ذات کې درغاونې او نيکمرغه ژوند دپيل کلمه  ده څومره ژر چې کيداى شي په جګړه کې ښکيلې خواوې دجګړو داوربند په موجوديت او دولس دژوندي پاتې کيدا لپاره  مذاکرات پيل کړي .

لومړى ډول مذاکرات دلومړي ډول مذاکراتو ته ويشل شوي مذاکرات وائي  چې ديوه ځانګړې همدف(  روغې ) لپاره رامنځ ته کيږي دى ډول مذاکراتو ته ويشلي مذاکرات ويل کيږي  ويشلى پدې مانا چې هم به ديوې او هم به دبل لوري دواړو اميدونه او ګټي چې اتفاق ئې رايې په نظر کې نيول کيږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *