سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / لیکنې / ټولنیزه / سولې او مذاکراتو ته يوه کتنه

سولې او مذاکراتو ته يوه کتنه

س ، سيرت
مذاکرات په ټولنه کې په دوه ډوله دي يو هغه مذاکرات دي چې ددوه کسانو ، قومونو او هېوادونو ترمنځ په ناڅاپي او غير ارادي توګه داختلافاتو درامنځ ته کيدا وروسته ترسره شي
دواړه خواوې له جګړې او زور ازماينې مذاکرات بهتر ګڼي او قانع وي چې داختلافاتو حل په مذاکراتو کې نغښتې وي
دويم هغه مذاکرات دي چې يو هېواد ئې دزورازمائې او په جګړو کې د ډيرو نه زغمل کيدونکو تاوانو وروسته پيل کړي
او په خپلو اعمالو دى نتيجې ته ورسيږي چې دزور او ظلم په دوام ئې بد بختي نوره هم دوامداره کيږي
دژوند بقا ورته وروسته له ډيرو ظلمونو په مذاکراتو کې ښکاره شي .
امريکا په افغانستان کې دويم ياد مذاکرات کوي په جګړو کې زور ، ظلم او شتمني يې اوبه شوى دخپل سر د ساتنې په ژغورنې چې دافغان ولس دمتين او پولادي مقاومت سره مخ ده د مذاکراتو په کولو دځان دخلاصون لار ګوري .
روسانو چې په افغانستان کې دساړه جنګ ترڅنګ په نظامي ډګر کې هم ماتې وخوړه او په دې پوهه شول چې دافغان ميړني ولس سره مقاومت ئې په توان نه دى په ١٩٨٦ کې په ملګرو ملتونو کې دهغه وخت سر مشر بنين سيوان وويل چې دروسانو دماتې وخت را لنډ او بايد دروسانو او افغانانو ترمنځ مذاکرات وشي هغه وو چې په ١٩٨٩ م کې په ژنيو کې دروسانو دوتل پر سر مذاکرات وشول او روسان له افغانستان څخه ووتل .
که څه هم ډاکټر نجيب دمجاهدينو سره د مذاکراتو او ملي پخلايني اعلان وکړ خو دمجاهدينو مشران چې د افغانستان دمسئلې په امنناکه توګه ئې د مذاکراتو او حل واک نه درلود
دجګړې په دوام ئې مذاکراتو درناوې ونه کړ او په خپلو منځو کې سره په مرګ ژوبله او دکابل په چور او تالان سره اخته شول .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *