سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی وژل شوى

د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی وژل شوى


د کندهار د پولیسو د مطبوعاتو امر احمدشاه احمدزی ويلي دي ، نا پېژاندو وسله والو د کندهار ښار د شپږمي حوزې اړوند د سرې جامع جومات سیمه کې د ارزګان نه د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی په ډزو وژلی دی.

د کندهار د پولیسو د مطبوعاتو امر احمدشاه احمدزی زياتوي پېښه نن درې بجې شاوخوا شوې ده.


عبیدالله بارکزی دوه دورې په ولسي جرگه كې د ارزګان ولایت استازی او په دویمه دوره کې د همدې جرګې دشکایتونو اورېدني او وکیلانو د امتیازاتو او مصؤنیت کمېسون رییس و.

تېرو ټاکنو کې یې یوځل بیا ځان له کابل نه دې جرګې ته نومولی و خو د ټاکنو کمیسیون په ابتدايي لیست کې بریالی نه شو.طالبانو رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې د عبیدالله بارکزي وژنه دوی پورې اړه نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *