سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / په لښگر گاه کې د بزگر د ورځې په نمانځغونډه کې چاودنې شوې ‏

په لښگر گاه کې د بزگر د ورځې په نمانځغونډه کې چاودنې شوې ‏

د هېلمند مرکز لشکرګاه د حامد کرزي سټیدم کې د بزګر ورځې مراسمو کې دوه چاودنې او ډزې ‏شوې دي چې له امله يې دوه کسان وژل شوي او له شلو ډېر ټپیان دي

‏ هېلمند کې یوې امنیتي سرچینې ويلي دي په دې پېښه کې د هېلمند د اقتصاد رییس محمد خان نصرت ‏وژل شوی دی‎.‎ د هېلمند والي تورن جنرال محمد یاسین ، د سرحدی قواوو قومندان ضرار احمد مقبل، د اطلاعاتو فرهنګ رییس او د ځوانانو ‏امر ټپيان ‏دي‎.‎

د هلمند د ولایتي شورا مشر عطالله افغان ويلي دي ، په مراسمو کې یې اېښودل شوې ټپرۍ یا ‏غرفې کتلې، چې چاودنه وشوه

عطالله افغان ويلي دي موږ زراعتي ټپرۍ کتلې وروستي ټپرۍ ته ‏چې ورسېدو چاودنه وشوه

والي صیب پر ځمکه پروت و، ما له زمکې پورته کړ‎”.‎ نوموړی ، د والي په بدن یې ټپونه ونه لیدل،

خو رویټر خبري اژانس د نورو چارواکو او شاهدانو له ‏خولې وايي، چې والي تورن جنرال محمد یاسین ټپي شوی دی‎.‎

افغان وايي، دا مراسمو ته ډېر امنیتي تدابیر نیول شوي او دا مراسم د والي له دفتر سل مترۍ ‏کې جوړ شوي،

خو بیا هم چاودنې پکې وشوې‎.‎ له رویټرز خبري اژانس سره چارواکو او شاهدانو خبرو کې منلې چې دې پېښه کې د هلمند والي هم ‏ټپي شوی دی‎.‎

عیني شاهدانو ویلي، کله چې موسیقي او ډول پیل شو، نو چاودنه وشوه‎.‎

ویل کېږي چاودنه د کوچیانو خېمه کې شوې ده. او ور پسې ډزې هم شوې او بیا بله چاودنه شوې‎.‎

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *