سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / د کابل بهير دريمه غونډه وځنډيده

د کابل بهير دريمه غونډه وځنډيده


د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي د کابل بهیر د درېمه غونډه ځنډېدلې دغه غونډه به اوس د سولې د مشورتي جرګې له پرېکړې وروسته جوړېږي.

په پلان کې وه چې د کابل پروسې دریمه ناسته لکه د تېر په څیر د فبروری په میاشت کې وشي خو د نامعلومو دلایلو له کبله وځنډول شوه.

اوس د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، دا غونډه په کور د ننه د سولې په اړه د ملي اجماع له رامنځته کیدو وروسته په کابل کې جوړیږي.


د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي ويلي دي په دې ناسته کې به د افغانستان د سولې په اړه ټولې هڅې وروستی شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *