سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / په جرمني کې ١١ کسان نيول شوي

په جرمني کې ١١ کسان نيول شوي

د جرمني امنیتي چارواکو ویلي چې د جرمني په لویدیځ کې یې د عملياتو پر مهال ١١ تنه يې نیولي دي. دغه کسان د فرانکفورت ښار ته نږدې نیول شوي او ټول د جرمني اوسیدونکي دي. چارواکو ویلي دغه کسان چې ټول یې د ٢٠ او ۴٢ کلونو ترمنځ عمرونه لري دوي د بریدونو په ترسره کولو او همدارنګه د تروریستي پېښو په تور نیول شوي دي. تر اوسه دا نده څرگنده شوې چې ددغو کسانو له لورې پلان شوي بریدونه څومره جدي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *