سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / مودي عمران ته د نيکو هيلو پيغام ليږلى

مودي عمران ته د نيکو هيلو پيغام ليږلى

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یوه ټوېټر کې ویلي، چې د پاکستان ورځ په مناسبت د هند لومړي وزیر نرېندر مودي د پاکستاني ملت لپاره د نېکو هیلو پیغام استولی دی.


عمران خان په ټوېټ کې زیاتوي د نرېندر مودي پیغام ورته رسېدلی، چې د پاکستان ورځې په پلمه یې د پاکستان ولس ته نېکې هیلې او مبارکي پکې ده:

“مودي خپل پیغام کې دا هم زیاته کړې چې اوس وخت د دی چې د هند نیمه وچې خلک له ترهګرۍ او تاوتریخوالي پاک ماحول کې د جمهوریت، امن، پرمختګ او ټیکاو لپاره کار وکړي”.

د پاکستان د لوموړي وزیر له خوا د هندي سیال د پیغام شریکولو سره ټوېټر کارنو حیرانتیا او خوښي ښودلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *