سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / سپینې ماڼۍ: امريکا افغان سولې ته لومړيتوب ورکوي

سپینې ماڼۍ: امريکا افغان سولې ته لومړيتوب ورکوي

 سپینې ماڼۍ ويلي دي چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د افغانستان د سولې هلوځلو ته لومړیتوب ورکړی او د ده ځانګړي استازي له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي خو د امریکا ولسمشر به د متحدو ایالتونو د تاریخ تر ټولو د اوږدې جګړې د پای ته رسولو پر سر بده معامله ونه مني.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، د ټرمپ د حکومت یوه جګپوړي چارواکي وویل، امریکا متبادل پلانونه هم لري چې که د سولې خبرواترو هغسې نتیجه ورنه کړه چې توقع ده، ممکن پوځي انتخابونو ته مخه کړي.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي خبریالانو ته وویل«موږ یقیتاً په افغانستان کې د سولې هلوځلو ته لومړیتوب ورکوو. خو په هغو ټولو خبرو کې چې د امریکا امنیتي ګټې نغښتې وي، موږ متبادل پلانونه هم په پام کې نیسو. ولسمشر ویلي چې د سولې په خبرو کې د ښې نتیجې هیله لري، خو هغه به بده معامله ونه مني.»

ده زیاته کړه«ولسمشر دا مني چې موږ په افغانستان کې د تروریزم پر ضد په جګړه کې حیاتي ګټې لرو نو موږ به هر هغه کار وکړو چې د امریکا امنیتي ګټې خوندي شي.»

دغه امریکايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، همداراز ویلي، امریکا به د بشري حقونو- په ځانګړي ډول د ښځو حقونو په شمول د تېرو ۱۸ کلونو بریاوې قرباني نه کړي. موږ به په هیڅ صورت له دې بریاوو تېر نه شو.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *