سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / افغانستان دريم غمجن هېواد دى

افغانستان دريم غمجن هېواد دى

د ملګرو ملتونو سازمان د يوه راپور کې ويلي دي چې افغانستان د غمجنو هېوادونو په كتار كې درېيم ځاى لري. د دغه راپور پر بنسټ، چې د ۱۵۶ هېوادونو د خلكو د خوښۍ كچه څېړل شوې، افغانستان ۱۵۴م مقام خپل كړى دى. افغانستان په ۲۰۱۳م ميلادي كال كې په دې برخه كې ۱۴۱م ځاى ترلاسه كړى و، چې تراوسه تر ټولو لوړ مقام دى. جنوبي سوډان، د مرکزي افريقا جمهوریت او افغانستان، په دې لست کې تر ټولو ښکته درجې کې دي، چې لامل یې جگړه او ناامني ده. د ملګرو ملتونو سازمان په تازه راپور كې د فنلنډ خلك تر ټولو زيات خوښ ياد شوي دي. د نړۍ د خوښۍ راپور لومړی ځل په ۲۰۱۲م ميلادي کال کې خپور شو او له هغه راهيسې هر کال يو ځل خپرېږي. اقتصادي، روغتيايي او سياسي کارپوهان په دې اند دي، چې حکومتونه بايد د پرمختګ او ودې لپاره په خپلو پاليسيو کې د وګړو د خوښۍ کچې ته پام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *