سه شنبه , 23 اپریل 2019
کورپاڼه / خبرونه / ضمیر کابلوف په امريکا کې له خليلزاد سره گوري

ضمیر کابلوف په امريکا کې له خليلزاد سره گوري

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د افغانستان پر موضوع خبرو لپاره امریکا ته ځي.

نوموړي ويلي دي ، د مارچ میاشتې په ۲۰مه واشنګټن کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وګوري.

کابلوف وړاندې تر دې په قطر کې د امریکا او طالبانو وروستۍ لیدنې ته په اشارې ویلي وو، دا لیدنه د افغان سولې لپاره ارزښتناکه ده خو دوی تر اوسه له طالبانو سره د رسمي اړیکو په اړه کوم پلان نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *